تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې تر غږ د چټکو الوتنو یو متخصص د جاسوسۍ په تور نیولی
د ټاس دولتي خبري آژانس ویلي چې د روسیې امنیتي مامورینو دغه هېواد کې تر غږ د چټکو الوتنو د یوې څېړنیزې موسسې مسؤل د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
الکساندر کورانوف، چې د پلازما فزیک یو متخصص او روسیه کې له غږه د چټکو سیستمونو د مؤسسې د طراحۍ مسؤل دی، په سن پیترزبورګ کې نیول شوی دی.
روسیه اوس مهال د هغو توغندیو د پراختیا په حال کې ده چې له غږه چټک دي.
ویل کېږي دغه توغندي تر غږ پنځه برابره چټک مزل کوي.
ښاغلي کورانوف چې ۷۳ کالن دی، تیرو څو کلونو کې د روسیې او امریکا ترمنځ د علمي پوهې د تبادلې لپاره پروګرامونه ترسره کول.
له دوی یو پروګرام د آیرو ډینامیک او پلازما د ټکنالوژۍ په اړه و. پلازما تر اندازې ډېره توده ماده ده. دغه ماده دومره ګرمه ده چې له اټومونو الکترونونه آزادیږي او یو ایونایز شوې ګاز رامنځ ته کوي.
د اف اس بي یوې سرچینې د ټاس دولتي آژانس ته ویلي "دغه سازمان غواړي له محکمې د ښاغلي کورانوف د دوه میاشتني بند غوښتنه وکړي."
تر اوسه روښانه نه ده چې آیا ښاغلي کورانوف د روسیې د توغندیو پټ رازونه برملا کړي که نه، خو دمګړۍ شک ښودل شوی چې هغه له غږه د چټکې ټکنالوژۍ په اړه یو بهرني وګړي ته پټ مالومات ورکړي دي.
په دې اړه ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.
روسیې په ۲۰۱۹ کال کې تر غږ د چټکو آوانګارد توغندیو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړ.
ویل کېږي دغه توغندي تر غږ ۲۰ برابره چټک مزل کولی شي.
آوانګارد چې له بالستیک توغندیو سره توغول کیږي، د ګلایډ ټکنالوژي پکې کارول کیږي، چې ویل کیږي په ټیټه ارتفاع کې د ډير کنټرول وړتیا لري او په همدې دلیل د سړې جګړې د توغندیو په پرتله، د هغوی د له منځه وړلو امکان ډیر ستونزمن دی.
روسیې همداراز پریکړه کړې چې له اوبتلونو تر غږ د چټک '۳ام۲۲ کروز توغندي توغول وازمايي.
د کینژال په نامه د روسیې له غږه د چټکو توغندیو یو بل ډول هم د بم غورځوونکي له لارې د توغولو وړتیا لري.
د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین په ۲۰۱۹ کال د دغه هېواد دغه پوځي ټکنالوژي بې سارې بللې او ویلي و چې لوېدیځ او نور هېوادونه به تر دې وروسته "هڅه کوي چې موږ ته را ورسیږي".