د افغانستان جګړه؛ له کابل وتلو ته د بهرنیو ديپلوماتانو بېړه

د خپرېدو وخت

افغانستان ته د راګرځېدلو امریکايي ځواکونو لومړنۍ ډله د کابل نړیوال هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوې ده.

ظاهرآ د دوی دنده دا ده چې له افغانستانه د دیپلوماتانو او د امریکا د غیر پوځي افغان همکارانو د اېستلو پروسه خوندي او چټکه کړي.

ناروې او ډنمارک بیا کابل کې خپل سفارتونه رخصت کړي او د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د امکان تر حده له کمو کارکوونکو سره به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د دویم ستر ښار کندهار تر نیولو وروسته د خپلو پرمختګونو په دوام د جمعې پر ورځ د کابل ګاونډ کې د لوګر ولایتي مرکز پل علم هم لاندې کړ.

پل علم ښار له کابل سره شاوخوا ۸۰ کیلو متره واټن لري.

طالبانو دا پرمختګ تر هغې وروسته وکړ چې امریکا او نړیوالو متحدانو یې تر شل کلن پوځي حضور وروسته له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو ایستل پیل کړل.

د وروستیو جنګ جګړو او تاوتریخوالي له کبله تر دې دمه له ۲۵۰ زرو ډېر افغانان د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي او اټکل دا دی چې که تاوتریخوالی دوام مومي، نو سلګونه زره نور به هم بې ځای شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش همدې ته په کتو د جمعې پر ورځ وویل افغانستان کې وضعیت تر کنټرول وتلی چې پایله به یې د دغه هېواد وګړي له ناورین سره مخامخ کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي که څه هم د جمعې پر ورځ د افغانستان وضعیت او د طالبانو چټک پرمختګ "د ژورې اندېښنې وړ" وباله خو هڅه یې دا وه چې رسنیو ته وايي کابل د فوري سقوط له ګواښ سره مخامخ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا لخوا کابل ته د خپل سفارت د امنیت ساتلو او په چټکه او خوندي توګه د امریکایانو د ایستلو په نوم د ۳ زره تازه دمو ځواکونو د را استولو اعلان د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر خلک د کابل د امنیت په تړاو د امریکا پر اندېښنو بحثونه وکړي.

ټاکلې د دغو ځواکونو راتګ تر سبا یکشنبې بشپړ او هغوي د کابل نړیوال هوايي ډګر کې ځای پر ځای شي.

د امریکا استخباراتي ادارو مخکې وړاندوینه کړې وه چې کابل شاوخوا ۳۰ ورځو کې د طالبانو لخوا د سقوط له خطر سره مخامخېدای شي.

اوس ویل کېږي چې کابل کې د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته ویلي چې د حساسو اسنادو او دستګاوو د لمنځه وړلو لپاره اړین تجهیزات برابر شوي.

دغه سفارت دا راز زیاته کړې چې ان د خپلو بیرغونو د ایستلو لاره چاره یې هم ارزولې، ځکه دغه بیرغونه د طالبانو لخوا د تبلیغاتي اهدافو لپاره کارول کېدای شي.

پنټاګون هیله من دی چې په ورځنۍ کچه به تر زرو پورې امریکايي وګړي له کابله د الوتکو په وسیله متحدو ایالتونو او یا سیمه کې خپلو اډو ته ولېږدولی شي.

له دې سره بریتانیا هم ویلي چې د خپلو دېپلوماتانو او وګړو د ایستلو لپاره کابل ته ۶۰۰ تازه دمي سرتیري استوي.

دغه هېواد دا علان هم کړی چې سفارت به یې د امکان تر حده له کمو کارکوونکو سره فعالیت جاري وساتي.

ناروې او ډنمارک بیا د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې کابل کې خپل سفارتونه د لنډمهال لپاره تړي.

په ورته وخت کې یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې درولې چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده.

ملګري ملتونه وايي یوازې تېره یوه میاشت افغانستان کې تر ۱۰۰۰ ډېر ملکي کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان د افغانستان پر ګاونډیو هم غږ کړی چې د جګړو له کبله د بې ځایه کېدونکو خلکو پر مخ دې خپلې پولې نه تړي.