عبدالله: د قطر په غونډه کې مې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سولې په هکله طالبانو ته څرګند پیغام ورکړي

د خپرېدو وخت

نن 'سې شنبه اګست لسمه ' د قطر پلازمېنه دوحه د افغان سولې په تړاو د څو ناستو کوربتوب کوي. لومړنۍ ناسته څو ساعته مخکې د تړلو دروازو تر شا په افغان سوله کې د همکارو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په حضور کې پیل شوه.

له کابله په دغو ناستو کې د ګډون لپاره د ملي روغي، جوړې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی تللی او د طالبانو له لوري په دوحه کې د دوی د سیاسي دفتر د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ هم یوه پلاوی په دغه ناسته کې برخه اخیستې.

د سولې چارو کې د دولت وزیر سعادت نادري په ګډون د افغان دولت سولې مرکچي پلاوي غړي په دې ناسته کې ګډون لري.

د افغانستان ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، په دې غونډه کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبانو ته څرګند پیغام ورکړي. نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:

''په دې غونډه کې مې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د بې مخینې بشري بحران په هکله بې تفاوته پاتې نه شي او طالبانو ته د سولې په هکله څرګند پیغام ورکړي. ''

بل خوا د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې ته سفر کړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دوحې ته د خلیلزاد سفر په اړه خپرې شوې خبرپاڼه لیکلې، چې نوموړی به له طالبانو په افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه وکړي.

دا غونډه داسې حال کې کېږي چې وسله والو طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان پر یو شمېر لویو ښارونو بریدونه پیل کړي دي.

په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم وايي، په قطر کې به د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي حنفي په مشرۍ به پنځه کسیز پلاوی دې خبرو کې کډون وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ناستې به درې ورځې دوام کوي چې لومړنۍ غونډه یې نن سې شنبه اګست لسمه پیلېږي.

په دې غونډه کې به د امریکا، چین، روسیې، قطر، هند، ایران او پاکستان په ګډون د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو استازي ګډون وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزرات وايي، د طالبانو له لوري د بریدونو ډېرېدو له کبله چې په جګړه کې ملکي خلکو ته زیان اوړي او له بشري حقونو سرغړوونه کېږي، اندېښنې ډېرې شوې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو تر څنګ ملګرو ملتونو، سره صلیب او یو شمېر نورو خیریه ادارو هم په افغانستان کې د وروستیو جګړو له کبله ملکي خلکو ته د اوښتي زیان په هکله اندېښنه څرګنده کړې.