تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوا خان مینه پال د ملي شورا انګړ کې خاورو ته وسپارل شو
د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال، چې د تېرې جمعې په ورځ 'اګسټ ۶) په کابل ښار کې طالبانو وواژه، د پارلمان انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.
د مینه پال د جنازې د لمانځه امامت د افغانستان د عالمانو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ وکړ.
ښاغلي ځدراڼ تر جنازې وروسته پخپلو خبرو کې دوا خان مینه پال د عالمانو خادم او شهید وباله.
د مینه پال د جسد خښولو مراسمو کې د هغه خپلوانو، ځینو چارواکو او د ملي شورا ځینو غړوی ګډون کړی و.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وویل، "دوا خان مینه پال ترهګریز برید کې وژل شوی دی."
د نوموړي په ترور د ننګرهار والي او د ولسمشر سلاکار ضیاءالحق امرخېل هم خواشیني ښودلې ده.
وسلوال طالبان وايي، د دوی د وسلوالو ځانګړې ډلې دوا خان مینه پال وژلی دی.
دوا خان مینه پال له څو میاشتو راهیسې د حکومت د رسنیو مرکز مشر او تر هغه مخکې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند و.
د تېرې ولسي جرګې ټاکنو پرمهال دواخان مینه پال د ولسمشرۍ ماڼۍ له ویاندۍ تېر او دې ټاکنو ته د کوچیانو په استازۍ ودرېد، خو جرګې ته بریالی نه شو.
دوا خان مینه پال تر دې مخکې د افغانستان د عامه کتابتون مشر او په زابل کې د څو کلونو لپاره د اطلاعاتو کلتور ریس هم پاتې شوی وو.
هغه یو وخت د افغانستان په سوېلي ولایتونو په تېره کندهار کې د ازادۍ راډیو خبریال هم و.
نوموړی د کابل پوهنتون له حقوقو پوهنځي فارغ او شاعري او لیکوالي یې هم کوله ''
غبرګونونه
د افغانستان ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د ښاغلي مینه پال وژنه غندلي او په یوه پیغام کې وايي:
''دا بزدلانه، ناروا او ترهګریز برید په سختو ټکو غندم. باوري یم چې د دې جنایت عاملان به د خپلې بې رحمۍ، قساوت او افغان وژنې بیه پرې کړي. د افغانستان خلک به ترهګرۍ او وېرې اچوونې ته تسلیم نه شي. ''
د افغانستان کورنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې د ښاغلي مینه پال وژل کېدلو پېښه سخته غندلې ده. په پیغام کې ویل شوي:
''په ژورې خواشینۍ سره ترهګرو نن د کابل ښار په اوومه حوزه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال شهید کړ. شهید دواخان مینه پال پر هېواد میین او مبارز ځوان و، چې د جمعې د لمانځه پر مهال عثمان غني جومات ته څېرمه د ترهګرو لخوا په ډزو شهید کړل شوی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافير راس ویلسن په یوه ټویټر پیغام کې وايي: '' موږ د دوا خان مینه پال پر وژل کېدو خواشیني شوي یو، یو داسې ملګری او همکار چې دنده یې د افغانستان په هکله ټولو افغانانو ته د رښتیني معلوماتو پر ورکولو متمرکزه وه. دا وژنه د افغانانو د بیان ازادي او بشري حقونو ته سپکاوی دی. ''
کاناډا هم د دوا خان مینه پال وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي. په کابل کې د کاناډا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي دوا خان مینه پال په افغانستان کې د وینا د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د بشري حقونو د خوندیتابه لپاره ټینګ ولاړ و.
سیاستوال او په پاکستان کې د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک د ښاغلي مینه پال د وژل کېدو په هکله یوه ټویټر پیغاکې وايي، ''افغانستان یوه داسې جګړه کې له ځانه دفاع کوي چې د ډله ییزې وژنې، د ملي مفکرینو له منځه وړلو، کتابتونونو، ارشیفونو، ملي یادګارونو سوځولو او دولت او ملي هویت له منځه وړلو ټول توکي پکې شامل دي او مینه پال د دې هر څه مخنیوي لپاره ولاړ و. ''
د پاکستان پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن دوړ د ښاغلي مینه پال وژنې په تړاو ژور خپګان ښودلی دی.