غني: امنیتي ځواکونو ته د نویو کسانو د جلب او جذب اوسنی بهیر پېچلی دی، باید اسان او چټک شي

د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر وايي، په دغه هېواد کې امنیتي ځواکونو ته د نویو کسانو د جلب او جذب اوسنی بهیر پېچلی دی او په وینا یې باید اسان او چټک شي.

محمداشرف غني افغان امنیتي چارواکو ته په راتلوونکو دریو اونیو کې ځانګړي ځواکونو لیکو ته د تازه ۴۵ زره کسانو د استخدام سپارښتنه وکړه.

ولسمشرمحمد اشرف غني په ارګ کې د ولایتي شوراګانو له همغږي کوونکو غړو سره په ناسته کې طالبان په خپل منځ کې په بېلو ډلو، فتنه اچونې او نفاق رامنځته کولو تورن کړل.

ښاغلي غني په دغه غونډه کې د امنیتي وضعیت ښه کېدو په موخه د خپل شپږ میاشتنی پلان یادونه هم وکړه او د ولایتي شوراګانو له استازو یې وغوښتل، چې په خپلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو لیکو ته د نویو کسانو د جلب او جذب په برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

نوموړي همدارنګه افغان امنیتي چارواکو ته د ځانګړو ځواکونو لیکو ته د نویو کسانو شاملېدو لپاره د اوسني بهیر د اسانه کېدو سپارښتنه وکړه.

د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې افغان ځانګړي ځواکونه بنسټیز رول لري. ښاغلي غني د ولایتي شوراګانو له استازو سره په ناسته کې ادعا وکړه چې طالبانو په خپلو کې پر څو ډلو ویشل شوي دي.

ښاغلي غني وویل، دغه فکر چې طالبانو د تېر په څير په افغانستان کې د حکومت جوړولو وړتیا لري یو تېروتنه ده. نوموړي وویل، که چیري طالبانو د حکومت جوړېدو توان درلودلې، ''نو ولي یې د کندهار په سپین بولدک کې څو سوه خپل هېوادوال ووژل؟ ''

طالبانو تر اوسه د ولسمشرغني دغو څرګندونو په اړ څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې تل د حکومت دا ډول ادعاوي رد کړي دي.

ولسمشر غني دا ادعاوې په داسې وخت کې کړي، چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې جګړه ورځ تر بلې زور اخلي او دواړه غاړې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوي کوي.

خو په افغان جګړه کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې په اړه په کور دننه او بهر د بشري حقونو بنسټونو تل اندېښنې ښودلې او له دواړو لوریو یې د عام ولس د خوندیتوب او اوربند کولوغوښتنه کړې ده.