بېپولې خبریالان: افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل به د ډېرو رسنیو بندېدو لامل شي

د عکس سرچینه، AFP
افغانستان کې د جګړې سختېدو سره د رسنیزو چارو پر وړاندې یو ځل بیا د خنډونو زیاتېدو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د یوشمېر سیمه ییزو رسنیو له تړل کېدو نیولې ان په خبریالانو تر فشار راوړ پورې له همدې خنډونو څخه دي چې سر له اوسه احساسېږي.
د بې پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړ چې افغانستان کې د اطلاعاتو او خبریالانو پر وړاندې رواني جګړه پیل شوې خو دا یې په ډاګه نه کړه چې د چا او کومې ډلې لخوا.
د افغانستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانو مشر رضا معیني چې کابل ته راغلی وايي، دې هېواد کې باید د خبریالانو خوندیتوب لپاره ګام پورته شي:
"له نړیوالې ټولنې غواړو چې د خبریالانو امنیت باید په افغانستان کې رامنځ ته شي. دا حالات چې رامنځ ته شوي او دا پرتوکول چې موږ وړاندې کړی کېدای شي په دې تړاو یو ګام وي. یعنې که جنګ زیات شوو او بېلابېل اړخونه یې پیدا کړل له شک پرته پنا غوښتونکي او بې ځایه شوي به زیات شي او لا زیاتې رسنۍ به وتړل شي".
هغه څه چې ښاغلي معیني د پروتوکول په توګه یاد کړ د نړۍ وروستیو لسیزو کې د هغو جګړو له تجربو څخه اخیستل شوې حل لارې دي چې چې خبریالان یې له سختو ګواښونو سره مخامخ کړي وو.
اړونده مسؤلین د دې سند د پخېدو لپاره لا هم په کار بوخت دي.
د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې مرستیال ضیاء بومیا وايی، دې پروتوکول کې هغه کړه وړه دي چې له مخې ګواښونه ډلبندي کېږي او د مخنیوي لپاره به یې هڅې کېږي:
"موږ به دا پرتوکول تصویب او عملي کړو د دې پروتوکول پر بنسټ به موږ لومړی د اندېښنو له منځه وړلو هڅه وکړو، دویم ګواښونه به ډل بندي کړو او د ګواښونو کچه او سختۍ به هر اړخیز چاڼ کړو".
بې پولي خبریالانو شمېرو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان کې ۷۰ خبریالان وژل شوي چې ۱۷ یې نړیوال دي.
دوی وايي، په دې کې یې د ۱۱ خبریالانو د وژلو دوسیې نړیوالې محکمې ته استولې دي.
بله خوا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره یا نی وايي، د طالبانو لخوا پرله پسې ډول د ولسوالیو سقوط له کبله لږ تر لږه ۳۰سیمه ییزې رسنۍ په بیلابیلو ولایتونو کې تړل شوې دي.
دوی د وروستۍ پېښې په توګه وايي، طالبانو ارزګان کې د دهراود غږ رادیو وسایل یې هلمند ته ځان سره وړي او ودانۍ یې په چاودېدونکو توکو الوځولې.
نی وايي، طالبانو ژمنه کړې وه چې له رسنیو او خبریالانو سره به کار نه لري خو داسې ښکاري چې په خپله خبره عمل نه کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبر ردوي او وايي، چې د دوی له ورتګ مخکې دا ودانۍ خالې شوې وې.
نی د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې په رسمي ډول خبریالانو او رسنیو ته ډاډ ورکړي چې له خبریالانو او رسنیو سره به کار نه لري.



















