د هرات ځايي چارواکي: د طالبانو د هرات ښار نیولو 'دسیسه شنډه شوه'

د عکس سرچینه، مقام ولایت هرات - د هرات ولایت مقام
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت چارواکي وايي، نن ګهیځ طالبانو یوځل بیا پر ګذره ولسوالۍ له ختیځې او لوېدیځې خوا برید وکړ، چې غوښتل یې د هرات ښار ته ننوځي، خو په پایله کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او عامو خلکو په مرسته د طالبانو 'لویه دسیسه' شنډه شوه.
د هرات ولایت له مقامه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، نژدې دوه سوه طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ویناپاڼه کاږي، خلک دې ډاډمن شي چې هرات ښار کې امنیتي وضعیت مهار شوی او هېڅ اندېښنه دې نه کوي.
بله خوا، د هرات ولایتي مقام پر فېسبوک لیکلي، تېره شپه د هرات والي ستر پاسوال عبدالصبور قانع د هرات پل مالان سیمې دفاعي کرښې ته ورغلی دی.
سرچینه وايي، دا مهال پل مالان امنیتي کمربند کې امنیتي او دفاعي ځواکونه او له خلکو جوړ دفاعي ځواک ځای پرځای شوی دی.
طالبانو ظاهراً د هرات د ولایت مقام دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ددغې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ امنیه قومندان د سخت ټپي کېدو او ګڼو ساتونکو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
نوموړی ادعا کوي چې د هرات ولایت د ۲۰۷ ظفر قول اردو د لومړۍ لوا قومندان ډګروال عبدالحمید د طالبانو برید کې وژل شوی.
د هرات والي د ډګروال عبدالحمید وژل کېدل تایید کړي او وايي چې "د وطن په دفاع کې لومړی بندي او بیا ووژل شو".

د عکس سرچینه، مقام ولایت هرات - د هرات ولایت مقام
تازه جګړو او د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په غبرګون کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې روانه جګړه بشري ناورین بللی او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې د هېواد په گوټ گوټ کې کډوالو، دردېدلو او بې ځایه شویو کورنیو ته ژر تر ژره اړینې او بشردوستانه مرستې ورسوي.
ښاغلي کرزي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، روانې جګړې ګڼو افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
د جمعې ورځې وضعیت
امریکا او ملګرو ملتونو د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید په سختو ټکو غندلی. طالبان وايي، په دې برید کې دوی لاس نه لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اري کانګو ویلي ددې برید عاملان باید وپېژندل شي او سزا ورکړل شي.
بله خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې دېبورا لاینز د دوی پر دفتر برید له شرم ډک عمل بللی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان هم دا برید غندلی او ویلي یې دي چې "ملګري ملتونو په افغانستان کې یو ناپوځي بنسټ دی چې یوازې د سولې ټینګېدو او د ټولو افغانانو د حقونو مخته بېولو پر چارو تمرکز کوي".

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو ویلي، په دې برید کې یو افغان پولیس ساتونکی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې برید د حکومت ضد عناصرو له خوا د دفتر په دروازه کې شوی او باید مسوولین یې قضا ته وسپارل شي.
د یوناما په اعلامیه کې راغلي: ''په سختو ټکو هغه برید غندو چې هرات کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ ودانۍ پر دروازه د ملګرو ملتونو له څرګند نوم او نښان سره سره د حکومت مخالفو عناصرو له لوري شوی دی. ''
د یوناما دفتر ګذره ولسوالۍ کی موقعیت لري. بل لور وسله والو طالبانو رسنیو ته په دې هکله یوه استولي پیغام کې ویلي، د ملګرو ملتونو دفتر د جګړې سیمې ته نژدې موقعیت لري چې په وینا یې د متقابلو ډزو په بهیر کې ښايي ساتونکو ته زیان رسېدلی وي.
په پیغام کې ادعا شوې چې هلته د دوی د ملګرو له رسېدو وروسته ''په هرات کې دملګرو ملتونو دنمایندګۍ یوناما دفتر محفوظه دی، هیڅ ستونزه ورته متوجه نه ده. ''
په داسې حال کې چې د هرات له ګذرې ولسوالۍ د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي، وسله وال طالبان ادعا کوي چې د هرات د کرُخ او ګذرې ولسوالۍ یې نیولې دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی په یوه ټویټر پیغام کې وايي: ''د هرات انجيل او ګذرې ولسوالۍ په بشپړ ډول د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې دي، د دښمن هر ډول ادعا د هغوى د نورو ادعاو په څير دروغ ده. ''
په ورته مهال د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هرات کندهار لویې لارې اوږدو کې د انجیل په ولسوالۍ کې تر پشتون پل پورې سیمه د امنیتي ځواکونو او ولسي ملاتړو له خوا تصفیه شوې ده.
دفاع وزارت تراوسه د ګذرې او کرُخ ولسوالیو د مرکزونو د له لاسه ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د هرات امبولانس ادارې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل چې د کرُخ او ګذرې له جګړې ۵ مړي او ۱۹ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه سرچینه وايي په وژل شویو او ژوبلو کې پوځیان هم شامل دي خو هغه کسان یې نه دي پېژندلي چې شخصي جامې یې په تن دي.
ښارونو ته نژدې جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images
په ظاهره داسې ښکاري چې وسلوالو طالبانو اوس پر لویو ښارونو بریدونه زیات کړي دي.
د کندهار ښار په شاوخوا کې هم تېره شپه جګړه شوې. ځایی سرچینې وایی د کندهار ښار دننه په ځینو سیمو کې جګړه شوې، خو اوس وضعیت ارام شوی دی.
د افغانستان په سویل کې اتل قول اردو ادعا کوي چې د کندهار په ښار او ژېړۍ ولسوالۍ کې یې هوایي او ځمکني بریدونو کې تر ۳۰ ډېر وسله وال طالبان وژلي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لور د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۰ ډیر ټپیان میرویس روغتون ته وړل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د کندهار ښار په شاوخوا کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دې ادارې په وینا، تېرو دوه اونیو کې کندهار کې له ۲۳۰ ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي او کېدای شي له دې هم لا زیات وي.
د افغانستان په شمال ختیځ کې له تخار ولایته راپورونه ښيي چې طالبانو تېره ورځ تر ناوخته پر تالقان ښار له بېلابېلو لوریو بریدونه کول خو حکومتي ځواکونه وايي، طالبان یې په شا وتمبول.


















