له افغانستان د امریکا وتل" د افغان ژباړنو لومړنۍ ډله متحده ایالتونو ته ورسېده

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر کې له دې ځواکونو سره د افغان ژباړنو او همکارانو لومړنۍ ډله د خپلو کورنیو له غړو سره نن جمعه متحده ایالتونو ته ورسېده. دې ډله کې دوه نیم زره کسان دي او د کډوالۍ ځانګړې ویزې ترلاسولو او طبي معاینو تر بشپړولو به د ویرجینیا په فورټ لي پوځي اډه کې استوګن وي.

امریکا ته د دې کسانو لومړۍ ډلې له رسېدو سره سم سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا هغه کسان دي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت او کورني امنیت ادارو له څېړنې وروسته مخامخ امریکا ته د سفر حق ورکړل شوي.

اعلامیه کې ویل شوي دغه کسان به د ورجینیا ایالت پورټ لي سیمه کې له طبي ازموینو او د ویزې پاتې بهیر له بشپړولو وروسته د امریکا په متحدو ایالتونو کې 'خپل نوی ژوند پیل کړي. '

په اعلامیه کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن له قوله ویل شوي:

''زه د هغو ټولو ویاړلو امریکايي پوځیانو او هغو ټولو امریکایانو ستاینه کوم چې د دې زړورو افغانانو لپاره یې پرلپسې غږ پورته کړ، چې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې د دوی تر څنګ وو معمولاً د ژباړنو په توګه له دوی سره همکاري درلوده. ''

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې که څه هم امریکايي ځواکونه له دغه هېواده وځي، خو له افغان امنیتي ځواکونو او له افغانانو سره به د تېرو شلو کالو لاسته راوړنو د خوندیتوب برخه کې د امریکا بشري مرستې دوام وکړي.

اعلامیه په افغانستان کې د تاوتریخوالي سملاسي کمښت غوښتنه کوي او پر 'سیمه ییزو رول لرونکو ' غږ شوی چې ښکېل اړخونه سملاسي خبرو او سیاسي جوړ جاړي ته وهڅوي.

په اعلامیه کې د ولسمشر بایډن له قوله ویل شوي:

''زه غواړم له دې زړورو افغانانو مننه وکړم چې د امریکا تر څنګ ودرېدل او نن ویاړم چې دوی ته ووایم، کور ته ښه راغلاست. ''

پنټګان یا د امریکا دفاع وزارت وېرېده چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان کې دوی د طالبانو یا نورو وسلوالو ډلو له غچ سره مخ شي.

د کډوالۍ ځانګړې ویزه چې په اېس ای وي مشهوره ده، له ۲۰۰۹ کال راهیسې پیل شوې او هغو کسانو ته امریکا کې د استوګنې هڅې چټکوي چې افغانستان کې یې د امریکا حکومت یا د دغه هېواد په مشرۍ ځواکونو سره کار کړی وي.

له افغان خاورې د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو او وروستیو میاشتو کې د طالبانو بریدونو ډېرېدو پسې هغو افغانانو ته هم ګواښونه ډېر شول چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري درلوده.

په دا مهال او د جولای پر ۳۰ د امریکا کانګرس په دې برخه کې د جو بایډن حکومت ته یو میلیارد ډالري بودیجه په واک کې ورکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې، له ۲۰۰۸ کال راهیسې تراوسه ۷۰ زره افغانان د همدې ویزې له لارې امریکا کې استوګن شوي دي.

افغان ژباړن وېرېږي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو پسې به له بریدونو سره مخ شي.
د عکس تشریح، افغان ژباړن وېرېږي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو پسې به له بریدونو سره مخ شي.

تېره اونۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، ۲۰ زره نورې غوښتنې هم ارزول کېږي چې نیمايي د غوښتنې پوره کېدو لومړني پړاو کې دي.

افغانستان کې د امریکا یوه پخواني پوځي قومندان مایک جېسن بي بي سي ته وویل، کومو کسانو چې له امریکا سره کار کړی، د طالبانو واک لاندې سیمو کې ورته ژوند سخت دی.

په دا مهال نوموړی له دې کسانو غواړي چې د اېس ای وي سندونه هم ور سره وساتي، ځکه دا یې له امریکا سره د کار منل ښيي.

د هیڅوک باید پاتې نه شي په نوم نادولتي ټولنه وايي، تراوسه درې سوه هغه افغان ژباړن وژل شوي چې له امریکايي پوځ او حکومت سره یې افغانستان کې کار کړی دی.