تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بهرنیو چارو وزارت: اسلام اباد کې د افغان سفیر لور 'جسمي او روحي' شکنجه لیدلې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، طبي رپوټونو او نورو ترلاسه شویو مدارکو ثابته کړې ده چې اسلام اباد کې د افغان سفیر لور له تښتول کېدو وروسته 'جسمي او روحي' شکنجې او تاوتریخوالي سره مخ شوې.
یاد وزارت پنجشنبه (د جولای ۲۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، هېڅ دلیل دا ثابت شوی جنایت نشي توجیه کولی.
یاده دې وي چې سلسله علیخېل دوه اوونۍ وړاندې اسلام اباد کې د ناپېژاندو وسلوالو لخوا تښتول شوې وه او، د افغان چارواکو په وینا، تر شکنجې وروسته بېرته پرېښودل شوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې پېښې وروسته امر کړی و چې اسلام اباد کې مېشت افغان دیپلوماتان او د هغوی د کورنۍ غړي دې بېرته کابل ته ور وغوښتل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې قضیې په تړاو خپله وروستۍ اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت اسلام اباد کې د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د امنیت ساتنې مسؤل دی.
یاد وزارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دې پېښې عاملین دې ونیسي او ژر تر ژره دې یې مجازات کړي.
اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، د دې پېښې څېړلو لپاره به د افغان حکومت یو پلاوی راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي.
د پاکستان وضاحت ته د افغان حکومت غبرګون
د اسلام اباد پولیسو په وینا سلسله علې خېل د پلازمېنې په بلیو ایریا سیمه کې له بازاره کور ته په یوه ټیکسي ګاډي کې ستنېده چې په ګاډي کې یو بل کس په زور ورسره کیناست او له بې هوښه کولو وروسته یې هغه وتښتوله.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت او اړوند ادارو ته امر کړی و چې ژر تر ژره د پېښې په هکله پلټنه وکړي او په ۴۸ ساعتونو کې ده ته رپوټ ورکړي.
له پېښې دوه ورځې وروسته د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد یو خبري کنفرانس ته وویل چې د افغان سفیر لور تر نادرکه کېدو وړاندې په جلا ټکسي موټرونو کې راولپنډۍ او بیا د اسلام اباد دامان غرونو ته تللې ده.
هغه په دې خبري غونډه کې هند هم تورن کړی و چې ګوندې د پاکستان د بدنامۍ لپاره دې موضوع ته هوا ورکوي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شیخ رشید دې ادعاو ته په غبرګون کې وویل "غیر مسلکي څرګندونې او تر وخت وړاندې قضاوتونه دوه اړخیزو اړیکو او د روان څېړنو باور ته چې لا بشپړې شوې نه دي، سخت زیان اړوي."
یوه اوونۍ وړاندې په افغان حکومت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط له بي بي سي سره هغه مالومات شریک کړل چې د سلسله عليخېل له تښتونې وروسته د افغان حکومت روایت او د دغې پېښې په تړاو پرمختګونه بیانوي.
په دغو مالوماتو کې تر ډېره پاکستاني پولیس او چارواکي په دې ملامت بلل شوي وو چې د قضیې په څېړنو کې نا مسلکي چلند کوي او داسې موضوعات مطرح کوي چې غواړي قضیې ته بل رنګ ورکړي.