ملکي هوايي چلن: د امریکا لخوا په افغان هوايي حریم کې پر ټیټ الوت بندیز د اندېښنې خبره نه ده

د عکس سرچینه، flightradar24
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان ملکي هوايي چلن اداره وايي، د افغانستان په فضا کې د امریکا له خوا پر لوړه ارتفاع د الوت منع کولو پرېکړه د اندېښنې وړ نه ده.
له دې مخکې د یو شمېر نړیوالو خبري اژانسونو رپوټونو کې ویل شوي چې د امریکا فدرالي هوايي چلن ادارې په افغانستان کې تر وروستیو جګړو وروسته په افغانستان کې د ملکي الوتکو لپاره تر ۲۶۰۰۰ فوټه ټیټې الوتنې منع کړې دي.
د امریکا د فدرال هوايي چلن تازه محدودیتونو کې پوځي الوتنې شاملې نه دي، خو ټولې هغه ملکي الوتنې او پیلوټان پکې شامل دي چې له امریکا د پیلوټۍ سند لري.
بل لور ته د افغانستان هوايي چلن ادارې د هوايي ټرافیک تنظیم چارو ریس غلام معصوم معصومي په دې اړه بي بي سي ته وویل دغه بندیزونه به کوم ځانګړی اغېز ونه لري:
''د کابل هوايي ډګر یې استثنا بللی دی، یعنې که د کابل په هوايي ډګر کې ناستې ته اړتیا کېږي نو کولای شي د ناستې لپاره خپله ارتفاع کمه کړي. پاتې شوه د عبوري الوتنو خبره، د عبوري الوتنو ارتفاع تر ۳۰ زره فوټو لوړه ده. نو د افغانستان له فضا د دا شان الوتنو لپاره کومه د کتنې وړ خبر نه ده، نو د امریکايي هوايي شرکتونو الوتکې د افغانستان له هوايي حریمه ګټه اخیستلای شي. ''
د ښاغلي معصومي په وینا دا مهال امریکايي هوايي شرکتونه په منظم ډول د افغانستان هوايي ډګرونو ته الوتنې نه لري، نو ځکه به د افغانستان د هوايي چلن پر چارو کوم اغېز هم و نه کړي.
شاوخوا درې کاله مخکې افغان حکومت اعلان وکړ چې خپل فضايي حریم یې په واک کې اخیستی دی. وړاندې تر دې د افغانستان هوايي حریم د ناټو له خوا کنټرولېده.















