د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې

د خپرېدو وخت

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د افغانستان د امنيتي حالت جاج اخیستی او د سولې د بهیر ملاتړ يې کړی.

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شوې غونډه کې د دغه سازمان دايمي غړو او اسیايي شریکانو يې د اوربند پیلولو او د تاوتريخوالي د بېړني پای ته رسېدو غوښتنه هم کړې.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د نړۍ د مخکښو هېوادونو او سازمانونو د غونډو په دوام پرون د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د افغانستان د سولې د ملاتړ او د تاوتريخوالي د ختمولو ویلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغانستان د سفارت په همکارۍ جوړه شوې دغې غونډه کې د دغه وزارت معین په افغانستان کې د تاوتريخوالي د ډېرېدو او د هغو د پایلو په تړاو دغه سازمان ته معلومات ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، میرویس ناب یاد سازمان ته ویلي چې طالبان او تړونوال يې د سخت دریځۍ او تاوتريخوالي په خپرولو سره نه یوازې افغانستان او نړۍ ګواښونه پېښوي.

هغه د طالبانو په ورانکارو کړنو د پاکستان سترګې پټول هم خواشينوونکې بللي او ویلي يې دي چې تمه لري هېڅ هېواد په خپل واک لاندې سیمه کې د دغې ډلې ناقانونه حضور ته اجازه ورنکړي.

دا هغه څه دي چې طالبانو او پاکستان له دې وړاندې بیا بیا رد کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان عمومي منشي مېرمن هېلېګا شمېد د افغانستان د سولې د بهیر او په دغه بهیر کې د ښځو د حقونو د خوندي کېدو ملاتړ کړی.

د دغه وزارت په وینا په یاده غونډه کې د استرالیا، جاپان، تایلنډ، ترکیې، اروپايي ټولنې، جرمني، تاجکستان، کاناډا، امریکا، انګلستان، اوزبېکستان، قزاقستان او روسیې استازو او سفیرانو په یوه خوله د تاوتريخوالي د بيړني پای ته رسېدو او اوربند غوښتنه کړې.

د بایډن او غني ټیلېفوني خبرې: امریکا افغانستان ته د اقتصادي او ديپلوماتیک ملاتړ ډاډ ورکړ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ولسمشر محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي. ولسمشر غني پر ټویټر لیکلي، پرون د جمعې په ماښام یې له ښاغلي بایډن سره ټیلېفوني خبرې کړې، چې د اقتصادي او ډیپلوماتیک ملاتړ له دوام هم د امریکا ولسمشر ډاډ ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د دوام او د سولې او امنیت پر مسلو بحث کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ښاغلي بایډن ولسمشر غني ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی.

د ارګ پر وېبپاڼه د ولسمشر غني له خولې لیکل شوي، له امریکايي ولسمشر سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او نوي پړاو بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي غني ویلي، په دې خبرو کې یې ډیپلوماتیکې اړیکې،‌ اقتصادي همکارۍ او تېرې شل کلنې لاسته راوړنې هم یادې شوې دي.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه کې نور څه راغلي؟

سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر جو بایډن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې ټیلېفوني خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړ، چې د مېرمنو، نجونو او لږکیو په ګډون به له افغانانو او پراختیايي او بشري مرستو سره د امریکا ملاتړ دوام ومومي.

سپینه ماڼۍ وايي، له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا د ۳٫۳ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه پرځای ده،‌ چې د امریکا کانګرس ته د تایید لپاره استول شوې، هم خبرې شوې دي.

اعلامیه کاږي، ددې مرستو یوه برخه (یو میلیارد ډالر) به پر افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو لګول کېږي، چې هوايي ملاتړ او د جګړې په ډګر کې یې وړتیاوې لوړې شي.

د دې اعلامیې له مخې، له دې مرستې یو میلیارد نور ډالر به د افغان ځواکونو لپاره پر مهمو اکمالاتي چارو او د پوځي او سونتوکو پر رانیولو لګول کېږي او ۷۰۰ میلیون ډالر به د افغان پوځیانو د تنخاوو ورکولو ته ځانګړي کېږي.

له ښاغلي بایډن سره د ښاغلي غني دا خبرې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې وروستۍ اونۍ د حکومت لپاره ننګوونکې وې، ګڼې سیمې د طالبانو لاس ته ولوېدې.

دې حالت افغان چارواکي اندېښمن کړي او د دیپلوماتیکو هڅو پر مټ غواړي د سیمې د هېوادونو او نړیوالو ملګرو پام ځان ته ورواړوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې د لندن په سفر دی، د بریتانیا د دفاع وزارت له لوی درستیز سر نک کارټر او نورو چارواکو سره یې لیدنې کتنې کړې او د سولې د هڅو په بریالۍ کولو کې یې د دې هېواد ملاتړ غوښتی دی.‌

ښاغلي محب او د افغان دولت د سولې وزیر سید سعادت منصور نادري لندن کې د پاکستان له پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره هم خبرې کړې.

تېره اونۍ د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته تللی و چې له طالبانو سره د مذاکراتو پر چټکتیا او راتلونکې خبرې وکړي.

له طالبانو د لوېدیځو هېوادونو غوښتنه

ځینو لوېدیځو هېوادونو د افغانستان ‌پر روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې بریدونه ودروي، د سولې خبرو ته مخه کړي او د افغانستان د زېربناوو ساتنه وکړي.

د امریکا، اروپايي‌ ټولنې، فرانسې جرمني، ایټالیا، ناټو، ناروې او ایټالیا ځانګړو استازو د ایټالیا روم ښار کې سره کتلي او د افغان سولې پر مسلې غږېدلي.

ددې ډلې په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو بریدونو او په هغو سیمو کې چې وسله والې نښتې پکې روانې دي، د بشري حقونو جدي نقض ته اندېښمن دي.

په دې بیان کې راغلي چې تکل لري د امنیتي او دفاعي برخو په ګډون د افغانستان د بنسټونو ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، له افغانستان سره به راتلونکې مرستې په دې شرط وشي چې ښه حکومتولي وي، قانون او بشري حقونو ته ژمنتیا وي، چې پکې د تېرو دوو لسیزو د ښځو لاسته راوړنې او له فساد سره د دولت پرېکنده مبارزه او د جنیوا د ۲۰۲۰ کال نومبر میاشتې د ژمنو پلي کول شامل وي.

په اعلامیه کې همدارنګه د طالبانو د وړمې ورځې د ژمنو هرکلی شوی، چې د ټولشموله حکومت، بشري حقونو ته د درناوي، د ښځو او لږکیو حقونو پام کې نیول او ترهګرۍ سره د مبارزې د ملاتړ خبره شوې ده.