کورنیو چارو وزارت د کابل هوايي ډګر کې د دفاعي سیستم د فعالولو خبر ورکړ

افغانستان

د عکس سرچینه، میدان هوایی کابل

د خپرېدو وخت

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي تېره شپه یې د کابل هوايي ډګر کې د هوايي دفاع سیستم لګولی او دغه سیستم په ځايي وخت د شپې پر دوو بجو (یکشنبه د چنګاښ ۲۰) رسمآ فعالیت پیل کړی دی.

د دغه وزارت په وینا دا سیستم "نړۍ کې د تجربې پر بنسټ د راکټونو شنډولو کې ګټور ثابت شوی دی. "

د افغانستان دفاع وزارت چې د دغه دفاعي سیستم د فعالولو او مدیریت مسؤلیت لري، په دې اړه ډېر څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي امنیتي برخه او امنیتي او دفاعي ځواکونه "د سر په بیه د خپلو خلکو او هېواد دفاع ته چمتو دي. دغه سیستم هم د همدې موخې لپاره لګول کېږي. "

تر دې وړاندې د کابل هوايي ډګر مدیریت د امریکا په مشرۍ له ناټو ځواکونو سره و او دغه هېواد د راکټ ضد، توپ ضد او د سي آر اې ام ( C-RAM ) ضد سیستم څخه ګټه اخیستله.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیلېدو سره د ناټو د غړو هېوادونو تر منځ د کابل هوايي ډګر د امنیت د ساتنې په تړاو خبرې اترې روانې وې او تیره ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ومنله چې د هېواد امنیتي ځواکونه به یې له افغانستان د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ساتنې مسؤلیت پر غاړه ولري.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي اردوغان ویلي چې "له امریکا او ناټو سره خبرو کې واضح شوې ده چې موږ به کوم مسؤلیتونه پر غاړه ولرو او دا ګام به تر ټولو په ښه ډول پورته کړو."

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د طالبانو د پرمختګونو پر وړاندې له جدي مقاومت پرته له ۱۶۰ ډېرو ولسوالیو څخه شاتګ کړی، د کابل هوايي ډګر امنیت د سفارتونو او نړیوالو ادارو د فعالیت د دوام لپاره حیاتي دی.

ترکیه له ۲۰۱۳ کال راهیسې د دغه هوايي ډګر د امنیت ټینګښت کې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره همکاري لري.

طالبانو ویلي دي افغانستان کې ټولو بهرنیو ډیپلوماټانو او د غیر دولتي مؤسسو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې پر دوی برید نه کوي خو د هېڅ بهرني هېواد پوځي حضور به و نه مني.