د طالبانو ادعا ته د افغان حکومت غبرګون: نوکري پرېږدئ او سولې ته راشئ

د خپرېدو وخت

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو وروستۍ ادعا ته چې وايي، دوو اونیو کې ټول افغانستان نیولای شي، غبرګون څرګند کړی دی او له طالبانو یې غوښتي، ''د پردیو نوکري دې پرېږدي '' او له هغه فرصته دې ګټه واخلي چې د سولې لپاره رامنځته شوی دی.

له دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر مسکو ته تللي پلاوي مشر شهاب الدین دلاور د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وویل، که طالبان وغواړي دوو اونیو کې پر افغانستان ولکه کولی شي.

ولسمشر بایډن پرون د خبریالانو دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور لري او ایا دوی به واک ترلاسه کړي، وویل، پر طالبانو باور نه لري، خو د درې لکو په شمېر کې پر مجهزو افغان ځواکونو باور لري.

خو طالبان دا د ولسمشر بایډن شخصي نظر بولي او مسکو ته یې د دې ډلې تللي پلاوي غړی شهاب الدین دلاور وايي، بهرنیو ځواکونو ته فرصت ورکړل شوی، چې په ارامه فضا کې له افغانستانه ووځي.

بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د طالبانو دا ادعا ردوي او جعلي یې بولي.

نوموړی وايي: ''دا ډله یوه جعلي ادعا کوي. دوی دې هغه فرصت له لاسه نه ورکوي چې بیا نه سفر ته پرواز ولري او نه هم تېښتې ته لار ولري، او یوازې یوه لار وي، چې دوی وځپل شي، فعلاً فرصت همدا دی، چې د افغانستانو خلک او حکومت دوی ته ورکړی، چې سولې ته راشي. ''

ښاغلي ارین بي بي سي ته وویل: ''که د طالبانو ادعا کې یو سلنه صداقت هم وای، مشرانو به یې له هېواده بهر ژوند نه کاوه. ''

د نوموړي په وینا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه، کمانډو، ځانګړي ځواکونه او افغان هوايي ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې د طالبانو هر ګواښ ته سخت ځواب ورکوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند وايي: طالبانو ډله په پنجاب (د پاکستان ایالت) او بل هېواد کې په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپاري، د طالب یرغلګرو د ټپیانو لپاره د پاکستان روغتونونو کې ځای نه شته، خاوره یې په قبرونو ډکه ده او ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل کېږي. ''

''پر ښارونو د بریدونو په هکله له امریکا سره هوکړه کې څه نه دي ویل شوي''

پرون د شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د روسې پلازمېنې مسکو ته تللی. طالبان وايي، دا سفر یې د روسیې په رسمي بلنه تر سره کړی.

له دې دوې ورځې مخکې د طالبانو یو پلاوي د ایران دولت په بلنه په تهران ناسته کې د ګډ‌ون لپاره هغه هېواد ته تللی و.

د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو له هغې ناستې وروسته په یوه اعلامیه کې د افغان ستونزو لپاره د سیاسي حل موندلو پر لارو چارو ټینګار شوی و.

مسکو ته د طالبانو تللی پلاوی د جمعې پر ورځ د خبریالانو پر وړاندې یوه ناسته کې راڅرګند شو.

په خبري غونډه کې له طالب د ولایتونو پر مرکزونو د برید په هکله پوښتنه وشوه، چې په ځواب کې یې طالب پلاوي وویل، پر ولایتي مرکزونو برید کول یا نه کول له امریکا سره د دوی د تړون برخه نه دی، بلکې په خبره یې دا یوه کورنۍ مسله ده.

مخکې تصور داسې و چې د طالبانو او امریکا تر منځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ هوکړې په ضمیمه کې طالبانو ژمنه کړې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو تر مهاله به د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه نه کوي.

پر همدې بنسټ په ننۍ غونډه کې له طالبانو همدا پوښتنه وشوه، چې ایا د بادغېس پر مرکز قلعه نو برید له هغې هوکړې سرغړونه نه ده؟ د طالبانو مذاکراتي ټیم ویاند سهیل شاهین په ځواب کې وویل، په هغه هوکړه کې چې طالبانو له امریکا سره لاسلیک کړې، پر ولایتي مرکزونو د بریدونو په هکله څه نه دي ویل شوي، ځکه د نوموړي په وینا دا د افغانستان یوه کورنۍ موضوع ده.

"افغان دولت زموږ د وړاندیز ځواب رانکړ"

شهاب الدین دلاور وايي، څلور میاشتې مخکې یې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په لاس افغان دولت ته لیک استولی و، چې په وینا یې تر اوسه بې ځوابه پاتې دی.

د ښاغلي دلاور په وینا هغه لیک کې یې د افغانستان سولې بهیر لړ کې افغان دولت ته وړاندیزونه کړي وو.

نوموړی وايي، مسکو کې یې د ملي مصالحې له مشر عبدالله عبدالله وپوښتل چې د طالبانو لیک ورته رسېدلی او که نه؟ د ښاغلي دلاور په وینا ښاغلي عبدالله عبدالله ورته وویل، لیک ورته رسېدلې، خو لوستی یې نه دی.

د دې لیک محتوا په هکله نوموړی وايي، له افغان دولت یې غوښتي وو، چې د دواړو لوریو له زندانونو باید د یوه بل بندیان ازاد شي او د طالب مشرانو نومونه باید د ملګرو ملتونو له تور لیسته لېرې شي.

د ښاغلي دلاور په وینا دوی په لیک کې ویلي وو، چې د ۹۰ ورځو موده کې به د ټولو ۳۴ ولایتونو پر مرکزونو برید نه کوي، او ژمنه کوي چې هېڅ ولسوالۍ به نه سقوط کېږي.

نوموړی زیاتوي په لیک کې یې یې دغه راز ویلي وو، که افغان دولت یې وړاندیزونه ومني، د ګڼې ګوڼې په هېڅ ځای کې به پوځی عملیات نه کوي، چې په وینا یې د دواړو لوریو تر منځ د باور فضا رامنځته شي او د سولې خبرو کې پرمختګ ته د دریو میاشتو فرصت زمینه برابره شي.

افغان دولت تر دې دمه د طالبانو لخوا د ور استول شوي لیک او د جزئیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.