کندهار کې ځانمرګي بریدګر امنیتي او ولسي کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

د خپرېدو وخت

له کندهار ولایت رپوټونه وایي، سې شنبه ماسپښین د دې ښار په اوومه حوزه کې یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او له شلو ډېر ټپیان دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، وسلوالو د یوه مازدا موټر پر مټ د اوومئ امنیتي حوزې یو ماموریت په نښه کړی.

امنیتي‌ چارواکي مني چې په برید کې ۲۱ کسان ټپیان شوي، خو هلته روغتیایي چارواکي د ټپیانو شمېر ۲۵ تنه یادوي او ډېری یې ملکي کسان بلل شوي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

دا برید په داسی مهال کیږي چې همدا نن سه شنبه د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی د کندهار د وروستي امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی و.

ولسوالیو کې جګړه او مرګژوبله

افغانستان کې د جګړو په دوام سره د دفاع وزارت تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو طالب وسلوالو د وژلو ادعا کوي.

دې وزارت خپله فیسبوکپاڼه کې د انځورونو او ویډیوګانو خپرولو سره ویلي، لغمان، ننګرهار، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغېس، بلخ، جوزجان، هلمند، بدخشان، کندوز او کاپیسا کې یې ۲۶۱ وسلوال وژلي او تر ۲۰۶ یې ټپي کړي دي.

رسنیو ته لېږل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ودانۍ په نښه کېږي او وروسته ترې کسان یوې بلې خوا ته منډې وهي.

خو مالومه نه ده چې دا ویډیوګانې کله او چېرته اخیستل شوې دي. تراوسه خپلواکو سرچینو او وسلوالو طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

بل لور ته طالبان د افغانستان لويدیځ ته هرات کې د غوریان او چشت ولسوالۍ د نیولو خبره کوی. په سیمه کې ځايي چارواکو منلې چې طالبانو د چشت ولسوالۍ پر مرکز ولکه کړې ده.

خو په دغه ولسوالۍ کې سلما بند لا هم د حکومت ولکه کې دی. له بي بي سي سره خبرو کې د هرات یوې ځایي باوري سرچینې منلې چې د دې ولایت غوریان ولسوالي هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

له بلې خوا طالبان د بادغېس د ابکمري او مقر ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کوي، خو د بادغېس والي حسام الدین شمس وايي، د سرتېرو د ښه انسجام او د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره افغان سرتېري له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره بېګا له ابکمري ولسوالۍ ووتل.

ځايي چارواکو لا د مقر ولسوالۍ په هکله څه نه دي ویلي.