وحید عمر: پاکستانی پوځ د جګړې ډګر کې د طالبانو ملاتړ کوي؛ طالبان: که داسې کوم ثبوت وي په ډاګه دې شي

د عکس سرچینه، GMIC
افغان حکومت وایي، داسې اسناد او شواهد یې ترلاسه کړي چې د پاکستان پوځ افغانستان کې په روانه جګړه کې د طالبانو ملاتړ کوي.
د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې مشر وحید عمر سه شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا خبره اوس ډېره روښانه ده چې یوه منظمه پوځياو استخباراتي شبکه د طالبانو ملاتړ کوي.
د افغان ولسمشر سلاکار زیاته کړه چې طالبان د پاکستان لخوا تجهیز او تمویل کېږي، هلته پټنځایونه لري، ټپیان یې پاکستان ته لېږدول کېږي او هلته یې درملنه کېږي.
د هغه په وینا، طالبان چې رسنیو کې په خپله ګټه کوم تبلیغات کوي، هغه هم د پاکستان له خاورې کېږي.
ښاغلي عمر وویل: "په دې خبره د افغانستان خلک، سیمه او نړۍ پوهه ده. اوس د پاکستان یو مهم وزیر هم دا خبره وکړه. اوس د دې وخت دی چې پاکستان خپله محاسبه بدله کړي او په عمل کې وښیي چې په رښتیا هم افغانستان کې سوله او ثبات غواړي".
د طالبانو غبرګون؛ 'که ثبوت وي شریک دې شي'

د عکس سرچینه، Zabiullah Mujahid Twitter
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې د افغان ولسمشر د سلاکار دا څرګندونې رد کړې.
نوموړی وایي، که افغان حکومت رښتیا هم په دې اړه کوم ثبوت لري نو باید چې له نړیوالې ټولنې سره شریک شي.
هغه زیاته کړه: "په دې مورد کې هېڅ شواهد وجود نه لري. که دوی صادق وي نو باید د پاکستان سفیر را احضار کړي، باید د بهرنیو چارو وزارت یې لاس په کار شي او دا اسناد وښیي، که دوی دروغ نه وایي او دا شل کاله یې پروپاګند نه وي کړی".
د افغانستان په روانه جګړه کې څو څو ځله د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني اتباعو د جنګېدو او وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي.
همدا نن سه شنبه هم د تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیکا په خوشامند او ګومل کې د افغان پوځ بریدونو کې 'د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ تنه طالبان وژل شوي'.
طالبانو د افغان پوځ دې وروستۍ ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې په خپلو جنګي لیکو کې د بهرنیانو د شتون خبره رد کړې.



















