صالح: پاکستان دې افغان سوله کې د باور وړ رول ولوبوي

د خپرېدو وخت

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح امریکا ته د ولسمشر د سفر په تړاو جزییات خپاره کړي چې وايي، د امریکايي پوځیانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د سیمې هېوادونو د رول او د سولې بهیر په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي صالح د یکشنبې په ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، پاکستان باید په افغان سوله کې د افغان ولس د باور وړ رول ولوبوي.

دغه افغان چارواکی وايي، - له یوه هېواد پرته د سیمې ټول هېوادونه د افغانستان له دولت سره په خبرو او عمل کې د اړیکو د ټینګښت غوښتونکي دي.

یاده دې وي چې د پاکستان حکومتي چارواکو په تېر کې د ښاغلي ځینې څرګندونې نامسؤله او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو په ضرر بللې دي.

دی وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې درناوی کوي، خو د یوه داسې میکانیزم غوښتنه کوي چې ټولې خواوې به یې پلی کولو کې موفقانه ونډه ولري.

امرالله صالح امریکا ته د افغان ولسمشر او پلاوي د یونیم ورځني سفر لس موخې یادې کړې دي چې وايي، د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته له امریکا سره د اړیکو پر ټینګښت او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشو.

نوموړي دا هم ویلي چې په دې سفر کې د امریکا له دفاعي، امنیتي او پراختیايي همکاریو د اغېزناکې ګټې اخیستې پر لارو چارو بحث او تمرکز وشو.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن په ګډون له امریکايانو سره د کتنو او خبرو په تړاو ښاغلي صالح ویلي، امریکايانو له افغانستانه د دوی تر وتلو وروسته د همکاریو غځولو ژمنې وکړې چې په وینا یې دوی به "امریکا کې پر ټولو اړوندو برخو کار وکړي چې د زور له لارې د واک ترلاسه کولو خوب باطل او طالبان او د دوی ملاتړي د مذاکرې مېز ته راستانه کړي".

د ولسمشر غني لومړی مرستیال وايي، افغان ولسمشر له خپلې خاورې د دفاع او د حاکمیت د ټینګښت په تړاو ټینګار وکړ. امرالله صالح د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ځینو سیمو او ولسوالیو لاس په لاس کېدو مسلې ته په اشاره لیکلي، دا چاره ددې لامل شوې نه ده چې ګنې "موږ د ترهګرو پر وړاندې په تاوتریخجنو شېبو کې شا ته شو".

په افغانستان کې د روانې جګړې او ناامنیو د ډېرېدو له کبله ګڼ وګړي له خپلو مېنو بې ځایه شوي، چې ښاغلی صالح یې نېغ په نېغه پړه پر طالبانو او د هغوی پر ډېرېدونکو بریدونو اچوي، چې وايي تر اوسه وروستیو ناامنیو تر پنځو میلیونو ډېر وګړي په کور د ننه بې ځایه کړي.

طالبانو لا تر اوسه د ښاغلي صالح دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د جګړې شدت او د افغانستان په ځینو سیمو کې د افغان حکومت په ملاتړ د ځینو خلکو د راپورته کېدو مسلې ته په اشاره ښاغلی صالح وايي، افغانان د نظام او د دولت د ټینګښت غوښتونکي دي:

"هرځای چې پر خلکو فشار راشي، له کابله مرسته غواړي. ملي اردو او قطعې منظم بدیل نه لري... د خلکو راغونډېدله - خودجوشه دفاعي خوځښتونه ځینې وخت د اردو د عملیاتو د ملاتړ لپاره پیلېږي".