د کډوالو نړیواله ورځ؛ هره ۱ دقیقه کې ۲۰ تنه له جګړو تښتي

کډوال

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغان حکومت د شمېرو له مخې ۶،۵ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي
د خپرېدو وخت

نن 'جون ۲۰مه' د کډوالو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ هر کال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هره یوه دقیقه کې ۲۰ تنه خپل ټول شته پرېږدي او د جګړو، زور زیاتي او وژل کېدو له وېرې تښتي.

اوږدو جګړو ځپلی هېواد افغانستان هم د کډوالو له اړخه په بد وضعیت کې دی.

د افغان حکومت د شمېرو له مخې ۶،۵ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي چې ډېر یې په پاکستان او ایران کې دي. ځينې نور بیا د سیمې په هېوادونو کې د منل کېدو په تمه دي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

په ټوله نړۍ کې جګړې او نا امني هغه ستونزې دي چې د کورنیو بیځایه کېدو کې پراخه ونډه لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي په ۲۰۲۰ کال کې په نړیواله کچه هغه کسان چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي شمېر یې ۸۲ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

د دغه راپور موندنې ښيي، کرونا وېروس د دې لامل شوی چې د پناه او کډوالۍ په غوښتنو کې کمی راشي، خو وايي تېر کال ۱۱ میلیونه دوه سوه زره تنه بېځایه شوي وو، چې زیاته برخه یې د ځورونو، جګړو، تاوتریخوالي او د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو له امله تښتېدلي و.

دغې ادارې ویلي له دې ډلې نیمايي يې په خپلو هېوادونو کې بېځایه شوي او کورونا د دې لامل شوې چې کمه برخه یې وکولې شي نورو هېوادونو ته مخه کړي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې د تاوترخوالي په زیاتېدو سره یې د بیځایه شویو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

په تازه پیښو کې د دایکندي ولایت سیمه یزو مسؤلانو ویلي د تاوتریخوالي له امله کابو ۱۵۷۰ کورنۍ دې ته اړ شوي چې خپلې کورنۍ پرېږدي.

تر دې وړاندې د هلمند په ولایت کې هم زرګونه کورنۍ د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې وې، چې د هلمند د چارواکو په وینا زیاتره یې په بد حالت کې ژوند کوي.

په کور د ننه بې‌ځایه شوي افغانان

د افغانستان د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو په موخه د نړیوالو مرستو او روغتیايي خدمتونو د رسېدنې خبر ورکوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي دا مهال په کور دننه کابو دوه میلیونه او پنځه سوه زره بېځایه شوي لري خو د نړیوالو سازمانونو شمېرې به له دې لوړې دي.

اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان عالی کمېنشري وايي په داسې حال کې چې خلک بهرنیو هېودونو ته ځي، میلیونونه نور بیا په خپلو هېوادونو کې بېځایه شوي دي او دغه شمېر ۲ اعشاریه درې میلیونه کسانو ته رسېږي چې زیاته برخه یې د ناورینونو له امله په اتیوپیا، سوډان، موزمبیق، ساحلي هېوادونه، یمن، افغانستان او کلمبیا جوړوي.

په کور د ننه بې ځایه شوي افغانان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اوږدو جګړو ځپلی هېواد افغانستان هم د کډوالو له اړخه په بد وضعیت کې دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنر فلیپو ګراندي ویلي، په داسې حال کې چې په ۱۹۵۱ کال د کډوالو په تړاو نړیوال تړون، د بېځایه شویو په چارو کې د ځواب ویلو لپاره قانوني چوکاټ دی، دغه سازمان هغو ځورونو او جنګ جګړو ته د رسېده ګي لپاره چې له امله یې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کیږي، ارادې او زیات سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي ۴۲ سلنه په زور ویستل شويو کې زیاته برخه یې هلکان او نجونې دي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دی.

د دغه سازمان وړاندوینه ښه یي چې د ۲۰۱۸ کاله تر ۲۰۲۰ پورې نژدې یو میلیون ماشومان بیا د پناه غوښتنې پر مهال ږېږدلي.