تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عامې روغتیا وزارت: ۱۳ ولایتونو کې د کورونا ضد واکسین بهیر بیا پیل شوی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له څو ورځني ځنډ وروسته د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د کورونا وېرس ضد د واکسیناسیون بهیر بېرته پیل شوی دی. یاد وزارت وایي، تر راتلونکو دوه ورځو به ټولو ۳۴ ولایتونو کې دا بهیر بیا پیل شي.
ټاکل شوې ده چې په لومړي پړاو کې له ۵۵ کالو د پورته عمر لرونکي کسان، په سختو ناروغیو اخته کسان، په کور دننه بېځایه شوي او کډوال واکسین شي.
افغان حکومت تېره اوونۍ د کورونا ضد واکسین ختمېدو له کبله دواکسیناسیون بهیر درولی و.
خو تېره ورځ د چین لخوا د ۷ لکه ډوزه واکسین مرسته کابل ته ورسېدله چې ورسره اوس د وګړو د واکسینولو بهیر بیا پیل شوی.
د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه په ټول افغانستان کې شپږ نیم لکه کسانو ته د کورونا ضد واکسین لګول شوی دی.
یاده دې وي چې افغانستان کې د کورونا وېروس دریمه څپه دوام لري او د عامې روغتیا وزارت وايي، مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.
د ورځینو مړینو نوی رېکارډ
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح کابل کې یوې غونډې ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې د ۴۵۸۷ کسانو د کورونا ازموینه شوې، چې ۱۵۹۷ یې مثبت وو او ۸۵ کسان تر مړه شوي دي.
دا د کورونا وبا له پیله تر اوسه په یوه په او ورځ کې افغانستان کې د کورونا له کبله تر ټولو لوړه مړینه ښودل شوې.
د کورونا له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ټول ټال ۹۱۴۵۸ کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي. وحید مجروح وايي، هره ورځ اکسیجن ته اړتیا په ډېرېدو ده، خو افغانستان له دریو هېوادونو (ایران، ازبکستان او تاجکستان) سره هوکړه کړې چې افغانستان ته به د اکسیجن ډبې ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، کابل کې د کورونا وېروس اړوندو پنځو روغتونونو کې د اکسیجن ډېرولو چارې ګړندۍ شوې دي.
ښاغلی مجروح وايي، یونیسف چې د اکسیجن رسولو چارو مسئولیت یې درلود، له بدغه مرغه د اکسیجن رسولو کې پنځه میاشتې ځنډ کړی دی.
نوموړی وايي، د افغانستان لوېدیځې حوزې روغتونونو ته به هره اونۍ دوه ټانکره اکسیجن رسېږي.
د محدودیتونو عملي کولو کمېټه
تېره ورځ افغان حکومت په کابل کې د کورونا وېروس له درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د خلکو د پوهاوي او د محدودیتونو عملې کېدو په موخه ځانګړې بېړنۍ کمېټه جوړه کړې ده.
د دې کمېټې مشري د کابل والي محمد یعقوب حیدري کوي، چې په وینا یې ۱۰۰۰ غړي لري.
ښاغلی حیدري وايي، د یادې کمېټې دنده په کابل ښار، ناحیو او ولسوالیو کې خلکو ته د کورونا نړیوالې وبا په اړه د عامه پوهاوي ورکول او د دولت له خوا د دغه وېروس مخنیوي په موخه رامنځته شویو محدودیتونو څارل دي.