له افغانستان د پاتې امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر "له ۳۰ تر ۴۴ سلنې بشپړ" شو

د خپرېدو وخت

د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني وايي د تېرې میلادي میاشتې تر پای له افغانستان د پاتې امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر له ۳۰ تر ۴۴ سلنې بشپړ شوی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر اپرېل کې وویل، له افغانستان پاتې ټول امریکايي ځواکونه تر سپټمبر باسي او دې سره تېره میاشت د نږدې دوه نیم زره امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوه.

تېره جمعه د امریکا دفاع وزیر لوییډ اسټن وویل، ښايي تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.

اوس د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني اټکلوي چې د ټولو ځواکونو د وتلو بهیر له ۳۰ تر ۴۴ سلنې بشپړ شوی او دې سره د جو بایډن هغه موخه پوره کېږي چې تر سپټمبر میاشت له جنګ ځپلی افغانستان د ټولو ځواکونو اېستل غواړي.

د امریکايي ځواکونو وتلو سره ناټو هم تر سپټمبر د ټولو سرتېرو د اېستلو خبره وکړه، خو واشنګټن او ناټو وايي، له افغانستان سره به یې پوځي او مالي مرسته روانه وي.

امریکا دا اونۍ هم له افغانستان سره خپله کلنۍ مرسته چې پخوا درې میلیارد ډالره وه، درې میلیارد او درې سوه میلیون ډالره کړه.

د ناټو تازه ژمنه

له بلې خوا د ناټو تړون دفاع وزیرانو پرون پرلیکه یا انلاین غونډه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام هوکړه وکړه.

له دې غونډې وروسته د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ خبریالانو ته وویل، دا سازمان د افغان ځواکونو مرسته جاري ساتي:

"موږ پوځي ماموریت پای ته رسوو، خو له افغانانو سره خپل ملاتړ ته دوام ور کوو. موږ افغانستان کې د افغان امنیتي بنسټونو د پیاوړتیا زیاتولو په خاطر د سلا مشورو لپاره دغه هېواد کې خپل ملکي ډيپلوماټیک ماموریت جاري ساتو. "

نوموړي دا هم وویل، چې په دې هم غور کوي چې څنګه له افغانستان بهر د روزنې ماموریت تر سره کړي او تمرکز به یې هم پر افغان ځانګړو ځواکونو وي.

د ناټو تړون دا غونډه د دغه سازمان د سرمشریزې لپاره چې نږدې راتلونکي کې جوړېږي یوه پیلیزه ناسته وه.

افغان پوځ ته اډې سپارل

د امریکایي ځواکونو وتلو سره واشنګټن افغانستان کې شپږ پوځي اډې هم افغان دفاع وزارت ته سپارلې او ټاکلې ده تر ټولو ستره او مهمه بګرام اډه تر راتلونکو دوه اونیو کې افغانانو ته سپاري

د افغانستان دفاع وزارت ته د دې اډې سپارلو لوژستیک کارونه له دوشنبې راهیسې پیل شوي دي.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ ۲۹ دوحې تړون له مخې ټاکلې وه چې امریکايي ځواکونه تر تېرې میلادي میاشتې له افغانستان ووځي، خو بایډن دا نېټه څلور میاشتې نوره هم اوږده کړه.

د پاتې ټولو امریکايي ځواکونو وتلو سره د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده او د دوو لسیزو جګړه هم پای ته رسېږي چې د یو اټکل له مخې یې پکې تر یو تریلیون ډالرو ډېرې پیسې په جګړه او د افغانستان پر رغولو لګولې دي.

دې جګړه کې نږدې دوه زره څلور سوه امریکايي ځواکونه وژل شوي دي.