تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت هم د کوچني اختر ۳ ورځو کې اوربند اعلان کړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته دستور ورکړی چې د راتلونکي کوچني اختر په درېیو ورځو کې دې اوربند مراعت کړي.
د ولسمشر غني له دې دستور وړاندې طالبانو تېره شپه اعلان کړی و چې د کوچني اختر په ۳ ورځو کې به د دوی لخوا اوربند وي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو دې اعلان ته په خپل غبرګون کې ویلي، د دوی او د افغانانو ټينګار په هېواد کې پر رښتیني او دایمي اوربند دی.
د ارګ په اعلامیه کې په هېواد کې د وروستیو خونړیو بریدونو او جګړو پړه یو ځل بیا پر طالبانو ور اچول شوې او ټینګار شوی چې دا ډول کړنې نه یوازې د اختر بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري.
اعلامیه زیاتوي: "د افغانانو په استازولۍ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې د دایمي اوربند لپاره د خلکو برحقه غوښتنې ته لبیک ووایي او د مذاکراتو مېز ته ور وګرځي، ترڅو زموږ خلک د عادلانه او تلپاتې سولې په فضا کې خپل اساسي حق ته چې ژوند کول دي، ورسېږي ".
د ملي مصالحې عالي شورا غبرګون
د ارګ له اعلان وړاندې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د کوچني اختر په ۳ ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان ته په غبرګون کې ویلي وو، د هېواد له اوسني کړکېچه د وتلو د حل لاره یوازې په لنډمهالي اوربند کې نه، بلکې د مذاکراتو چټکولو، تلپاتې اوربند اعلانولو او د تل لپاره د جګړې په ختمولو کې ده.
د دې شورا مشر عبدالله عبدالله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم په تېر کې افغان دولت د اختر په ورځو کې یو اړخیز اوربند اعلان کړی، خو دا د هېواد د ستونزې دایمي او اساسي حل نه دی.
نوموړی وايي، "د افغانستان کړکېچ پوځي حل نه لري. د وروستیو څلورو لسیزو تجربو وښوده چې تاوتریخوالی او وژنې نه یوازې د حل لار نه ده، بلکې شخړه او کړکېچ لا پسې ژوروري".
عبدالله عبدالله زیاتوي، له فرصته په ګټې اخیستو یوځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې مذاکرات بېرته پیل، دایمي اوربند وکړي، جګړه او وینه تویېدنه ودروي او د یوې عادلانه سیاسي، باعزته او ټولمنلې حل لارې موندلو په لټه کې شي.
طالبانو څه ویلي؟
د یکشنبې پر ورځ افغان طالبانو اعلان وکړ چې د راتلونکي کوچني اختر په ۳ ورځو کې به د دوی لخوا په ټول هېواد کې اوربند وي.
په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې راغلي، طالبان دې په دې ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ تعرضي برید نه کوي، خو که پر دوی برید وشو نو له ځانه دې په کلکه دفاع وکړي.
په اعلامیه کې طالب وسلوالو ته سپارښتنه شوې چې "د دوښمن سیمو ته دې نه ورځي او د دوښمن افرادو ته دې هم اجازه نه ورکوي چې د دوی سیمو ته ورشي".
طالبان د درې ورځني اوربند اعلان په داسې حال کې کوي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی.
په دې لړ کې په بغلان، هلمند، کندهار، هرات، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې سختې نښتې شوې دي.
په دې ترڅ کې طالبانو د ځینو ولسوالیو د نیولو خبره کړې، او افغان حکومت بیا ویلي چې ګڼو ولایتونو کې یې لسګونه طالب وسلوال وژلي دي.
د ښکېلو غاړو پر یو بل تورونه
د طالبانو له دې اعلان یوازې څو ساعته وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه ماښام په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، طالبان د جګړې له لارې هېڅکله هم خپلو اهدافو ته نشي رسېدلی.
امریکا، ناټو او د ملګرو ملتونو چارواکي هم وایي طالبانو د دوحې تړون د ژمنو له مخې تاوتریخوالی نه دی کم کړی.
خو طالبان بیا وايي چې امریکا د دوحې تړون کې پر ټاکل شوې نېټه له افغانستانه خپل پوځیان نه دي ایستلي او د دوی زرګونه بندیان هم لا نه دي خوشي شوي.
دغه ډله وایي، دا چاره په ښکاره د دوحې له تړونه سرغړونه ده او د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
په ورته وخت کې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات هم له نږدې دوه میاشتو راهیسې په ټپه ولاړ دي.
همدا راز د افغان سولې په اړه په استانبول کې ترسره کېدونکی کنفرانس هم، چې ټاکل شوې وه د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه شوی وای، ظاهراً د طالبانو د نه ګډون له کبله تر نامالومې نېټې وځنډول شو.
تېرو اخترونو کې اوربندونه
لومړی ځل د ۱۳۹۷ کال په کوچني اختر کې ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د ديني عالمانو د فتوا پربنسټ د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ.
د دغه کال د اختر پر دویمه ورځ ځینې طالبان کابل ښار ته ننوتل او خلکو ورسره د کابل ښار پر واټونو سیلفیانې اخیستې.
په ۱۳۹۹ کال طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې افغان دولت یې هرکلی وکړ. افغان دولت بیا څو ځله اوربند اعلان، خو طالبانو رد کړ.