تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني طالبانو ته: د نورو په لمسون هېواد مه بربادوئ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر افغان طالبانو غږ وکړ چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دې د جګړې لپاره پلمې نه لټوي او د بل چا په لمسون دې د هېواد له بربادۍ لاس واخلي.
نوموړي دا خبرې د سې شنبې په ورځ "د سل ورځې سل زېري" پروګرام د پوهنې اونۍ په پرانیستغونډه کې وکړې:
"ټولې پلمې ختمې شوې دي، په ښه توګه موږ د دې زمینه برابره کړې چې نړیوالې قواوې په خیر له هېواده ووځي، ستاسې کومه پلمه پاتې ده، دوی په ارامه ځي، موږ پر خپلو پښو درېدلي یو، دا هېواد لومړی د خدای دویم د افغانستان د ملت دی، که هرڅوک د بل چا نوکري کوي نو له دې نوکرۍ دې ووځي، که د بل چا په امر دلته بربادي کوي دا ملت یې په مقابل کې درېږي".
ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، سوله بنسټیز حق دی چې نور ټول حقونه پرې ولاړ دي او دوی سولې ته ژمن دي:
"طالبانو ستاسې مشر چېرې دی، چېرې پټ یې، راشئ ښکاره شئ. هو موږ سوله غواړو شاته نه ځو، سوله بنیادي حق دی چې ټول حقونه پرې ولاړ دي، خو پوه شئ چې د نړیوالو قواوو تر وتلو وروسته ملي تصمایم دولت او افغان ولس نیسي، موږ د تصمیم منبع یو او موږ به پرېکړې کوو، دا ولس خیر، روغه او سوله غواړي، که نور یې نه غواړي موږ هرڅه ته چمتووالی لرو".
د معارف کیفیت پر ښه کولو ټینګار
ولسمشر محمد اشرف غني د معارف اونۍ پرانیستغونډه کې په ۲۲ ولایتونو کې ۵۹ ښوونځي او په ۳۴ ولایتونو کې د کورني اقتصاد پروګرام پرانیست، چې له مخې به یې د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو ادارې له خوا په کورنیو کې نالوستو یا لږ لوستو مېرمنو او نجونو ته د تعلیم زمینه برابرېږي.
ښاغلي غني ددې پروګرام د اهمیت په تړاو وویل، د یوې نجلۍ تعلیم پنځه نسلونه بدلولی شي، "نو اړتیا ده چې پوهنه کې ټول یو ملي حشر وکړو او په اساسي توګه مسلکي کسان وروزل شي".
غونډې ته په وینا کې ولسمشر وویل، د معارف کیفیت ښه کول یې لومړیتوب دی او ټول پوهنیز بنسټونه باید پر کیفیت تمرکز وکړي او د زدکوونکو او محصلینو ذهنیت باید د ابادۍ ذهنیت وي.
ولسمشر پر ځینو ادارو نیوکه وکړه چې ګنې د کیفیت په ښه کولو او د بودیجې په لګولو کې تر نورو ډېرې وروسته پاتې دي، خو خبرداری یې ورکړ، هغو پنځو ادارو چې میلیاردونه ډالر یې بند ساتلي، "د منلو کار نه دی، که هره اداره خپله کلنۍ بودیجه ونه شي لګولی، پیسې به یې اخیستل کېږي او بلې ادارې ته به ورکول کېږي. یوازې دوو ادارو یو اعشاریه شپږ میلیارد ډالر بند ساتلي دي".
په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د طالبانو تر واک لاندې سیمو نه سلګونه او زرګونه شاګردان د هلمند او کندهار مرکزونو ته راغلي او د سبق لپاره یې لیلیې جوړې کړې چې دا کار یې تعلیم او معارف ته تنده ثابتوي.
هغه وویل: "هره کورنۍ چې له تعلیم نه خپل ماشوم لرې ساتي، اصلاً له ژوند نه یې لرې ساتي او یو وچ موجود ګڼل کېږي".
نوموړي پاکستان ته په اشاره وویل، هیله لري چې افغان ماشومانو ته نور د نورو هېوادونو د مشرانو او اتلانو د پېژندنې پرځای خپل اتلان ور پېژندل شي.
د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیرې رنګینې حمیدي وویل، معارف او پوهنې ته چې هرڅومره ډېر کار وشي، بیا هم کم دی.
دې وویل، هوډ لري چې د متوازن انکشاف پر بنسټ معارف هم د خدماتو برابرښت یوشان کړي، په تېره په هغو سیمو کې چې نجونې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
اغلې حمیدي وویل، د محلي صنفونو جوړېدو لپاره څلور ځایونه په پام کې نیول شوي: هغه سیمې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې کار نه دی ورته شوی، هغه سیمې چې ښوونځیو ته لاسرسی اسان نه دی، هغه سیمې چې جګړې پکې روانې دي او ښوونځی پرانیستل پکې ممکن نه دي او هغه سیمې چې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.
دې وویل دا مهال په افغانستان کې شاوخوا دوه لکه او شل زره ښوونکي دي.
له تېر کال راهیسې په ټول افغانستان کې د څه باندې ۳۲۰۰ ښوونځیو جوړولو پروګرام پیل شوی، چې د جوړېدو چارې یې د کلیو پراختیا وزارت ته سپارل شوې دي.
د کلیو پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د ارګ غونډه کې وویل، د شاوخوا ۶۰۰۰ ښوونځیو د جوړېدو لومړی پړاو مو تېر کال په ۱۷ ولایتونو کې د ۲۶۴۷ ښوونځیو په جوړولو پیل کړی، چې ۱۷۵ میلیون ډالر ورته منظور شوي دي.
نوموړی وویل، هیله لري چې د روان ۱۴۰۰ کال تر پایه ۱۸۰۰ ښوونځي بشپړ کړي.