تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان ته د سفر کوونکو لپاره د کورونا وېروس ازموینې سند درلودل لازمي شوی
د افغانستان هوايي چلن ادارې د هغو مساپرو لپاره د کورونا وېروس ازموینې سند یا سرټیفکټ 'پي سي ار ' لازمي کړی دی، چې له بهره افغانستان ته سفر کوي.
د دغې ادارې له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ټولو کورنیو او بهرنیو هوايي شرکتونو ته ویل شوي، چې داسې هېڅوک افغانستان ته انتقال نه کړي چې د پي سي ار سند و نه لري.
د افغانستان ملکي هوايي چلن ادارې مسوولین وايي، دا پرېکړه یې د کورونا وېروس بېړنیز مرکز، عامې روغتیا وزارت له ارزونې او د افغان کابینې له پرېکړې سره سم کړې.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم ورته پرېکړې شوې، خو د هغو مسافرو په وینا چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګره هېواد ته سفر کوي، له دوی هېچا د کورونا منفي ازموینې سند پوښتنه نه ده کړې.
'' له هند سره د الوتنو محدودولو یا بندولو پر طرحه کار کېږي''
په هند او سیمه کې د کورنا وبا له امله د وضعیت له ترینګلي کېدو وروسته د افغانستان عامې روغتیا وزات وايي پر داسې طرحه یې کار پیل کړی چې د کابل او هند تر منځ الوتنې بندې او یا هم کمې شي.
دغه وزارت ویاند میرویس علیزی د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپي ته وویل، ایران او پاکستان ته هم په دغه طرحه کې د تګ راتګ محدودولو پر سر خبرې کېږي او تر راتلونو دوو ورځو به دا طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږل شي.
د افغان چارواکو دا ګام په داسې مهال دی چې هند، پاکستان او ایران کې د کورونا پېښې ډېرې شوې او ان هند کې خو ورځ تر بلې د نویو کسانو د اخته کېدو او له کورونا د مړو د شمېر له مخې نوي ریکارډونه جوړېږي.
د افغانستان ملکي هوايي چلن اداره وايي، اوس د کورونا اړوند روغتیايي سپارښتنو ته په پام د هند او کابل ترمنځ الوتکې عادي روانې دي او دا د کابینې پرېکړه پورې تړلې ده چې په دې هکله کومه پرېکړه کوي.
د دې ادارې د اټکل له مخې اونۍ کې دا مهال د هند او کابل ترمنځ لس الوتنې کېږي.
اسلام کلا کې د ایران محدودیتونه
له بلې خوا ایران د پنجشنبې په ورځ د اسلام کلا لار د کورونا وبا د نوې پرمختللې بڼې د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته د ورتلونکو افغانانو پر مخ پوله وتړه.
خو له ایران پر دغه لار افغانستان ته مساپر ستنېدلی شي او هم تجارت روان دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کورونا نوې بڼې ۲۴۶ پېښې ثبت شوې او ټولو اخته کسانو یې تر دې وړاندې پاکستان ته سفر درلود.