تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملي امنیت: اسلم فاروقي هله پاکستان ته سپارو چې زنداني طالب مشران را وسپاري
د افغانستان د ملي امنیت ریاست مشر وايي هغه وخت به افغانستان کې د داعش ډلې نیول شوی مشر اسلم فاروقي پاکستان ته وسپارل شي چې پاکستان کې څو تنه زنداني طالب مشران افغان حکومت ته وسپارل شي.
د داعش خراسان مشر عبد الله اورکزی، چې مستعار نوم یې اسلم فاروقي دی او د خیبر پښتونخوا ایالت د اورکزیو اوسېدونکی دی، یو کال وړاندې د افغانستان په سویل کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
د هغه له نیولو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام باد کې د هغه مهال افغان سفیر لطف الله مشعل ور وغوښت او پاکستان ته یې د عبدالله فاروقي د سپارلو غوښتنه یې وکړه.
اوس د افغانستان د ملي امنیت رئیس احمد ضیاء سراج سې شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوه ورځې وړاندې کابل ته له اسلام آباده د راغلي پلاوي سره د"یو دوه زندانیانو" د تبادلې په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي سراج افغانستان کې د داعش ډلې د نیول شوي مشر اسلم فاروقي د برخلیک په اړه او دا چې داعش د عادي غړو په څېر به پاکستان ته سپارل کیږي او کنه وویل:
"هغه په دې کټګورۍ کې نه دی. هغه د مشرتابه په کچه دی. موږ هغه مهال دی پاکستان ته سپارو چې د دوه اړخیزه اړیکو د یوه مشخص تعریف په رڼا کې پاکستان هغه څو تنه یا یو دوه تنه طالب مشران موږ ته تسلیم کړي چې د دوی په زندانونو کې دي. له هغه وروسته کیدای شي په دې اړه غور وشي"
خو د ملي امنیت مشر وویل له ډېرو هڅو سره بیا هم دواړه هېوادونه د " تفاهم مرحلې ته نه دي رسېدلي" نو ځکه د ده په وینا اسلم فاروقي د داعش ډلې له نورو وسلوالو جلا دی.
هغه وویل، په دې وروستیو کې افغانستان کې د داعش ډلې ۴۰۸ غړي نیول شوي چې ۶۰ سلنه یې پاکستانیان دي.
"په دغه ډله کې کابو ۲۹۹ کسان یې پاکستاني وګړي دي ۳۷ کسان ازبکستاني،۱۳ تاجکستاني،۱۲ قرغزستاني،۵ روسیې، ۱۶ چینایان، پنځه اردنیان ،څلور ایرانیان، درې ترکان، پنځه اندونیزیاييان، یو د الجزایر دی،دوه د بنګلدیش، څلور هندیان او دوه د مالدیف اتباع دي".
د افغان ملي امنیت اداره وايي له یادو هېوادونو سره د دې زندانیانو برخلیک په تړاو خبرې پيل شوي دي.
"د طالبانو مهم قوماندان مولوي احمد کندهاری وژل شو"
د ملي امنیت مشر په نننۍ خبرې غونډه کې وویل چې د طالبانو یو مهم قوماندان مولوي احمد کندهاری پرون دوشنبه د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د کندهار د ژیړۍ او میوند ترمنځ سیمه کې ووژل شو.
ښاغلي سراج وویل، مولوي احمد کندهاری، چې د ده په وینا لسګونه لوی بریدونو یې پلان کړي وو، د طالبانو د مخکیني مشر اختر محمد منصور وروسته دویم لوړ پوړی طالب مشر دی چې وژل کیږي.
نوموړي ادعا وکړه چې طالبان په کندهار، روزګان او زابل کې د نظامي فشار په راوړلو سره هڅه کوي په یوه مشخصه برخه کې خپل فعالیت پیل کړي او له پاکستانه خپل ځینې مشران او کمیسیونونه یادو ولایتونو ته ولیږدوي.
هغه دې لړ کې وویل چې طالبان غواړي د بندیانو، استخباراتو او مؤسساتو کمیسیونونه افغانستان ته ولیږدوي.
خو ښاغلي سراج وویل د مولوي احمد کندهاري وژنه طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې د ده په وینا هغوی ته افغانستان کې ځای نشته.
"طالبان لا هم القاعدې سره اړیکې پالي"
د افغانستان د ملي امنیت اداري مشر له القاعده د طالبانو د اړیکو په اړه په ټېنګار وویل چې نه یوازې دې ډلې له القاعده سړه اړیکي ساتلې بلکې غواړي له نورو هېوادونو د القاعده غړي افغانستان ته راولي.
ښاغلي سراج زیاته کړه، د القاعده او طالبانو ترمنځ اړیکي یوازې ایډیالوژیکي نه دي، بلکې دوی آن کورنۍ اړیکې هم لري، نو ځکه طالبان هیڅکله نه شي کولی چې ځان له القاعده جلا کړي.
د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا او طالباتو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده په څېر ترهګرو ډلو سره به اړیکي پای ته رسوي او اجازه به نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او نورو متحدینو پرضد وکارول شي.
خو د افغانستان د ملي امنیت مشر په پکتیکا، غزني او فراه کې په تېرو څو میاشتو کې د القاعده اړوند کسانو وژلو ته په اشارې وویل داسې هیڅ شواهد نشته چې وښيي طالبانو له القاعده سره اړیکي پای ته رسولي.
خو طالبانو تل ټېنګار کړی چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او له القاعده سره اړیکي نه پالي.