تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته امنیتي حالت ته د خواله رسنیو کاروونکو غبرګونونه
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه، ورسره جوخت ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته راودانګل.
ځینو له نورو هم غوښتي چې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په کمپاین کې ورسره یو ځای شي.
دغه راز په فېسبوک او ټویټر کې ''افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان ساتونکي دي '' او ''موږ پر خپلو امنیتي ځواکونو باور لرو '' هشټګونه هم کارول شوي دي چې په پراخ ډول خپاره شوي دي. یو شمېر نورو بیا د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د سرتېرو تصویرونه خپاره کړي دي.
د رسنیو له لورې په ټولنیزو رسنیو کې د نظر څرګندولو لپاره د خلکو رابلل او خپله د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو له لورې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د هشټګونو کارول په حقیقت کې دې پوښتنې ته ځواب وړاندې کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان د ساتنې برخلیک څه وي؟
هغه بحث چې په انلاین نړۍ کې د عامو افغانانو تر څنګ د مدني فعالانو، کارپوهانو او آن د اوسنیو او پخوانیو چارواکو پام ور اوښتی دی.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په ټولنیزو رسنیو کې ملاتړي او مخالفان لري.
ځينې وايي چې بهرني ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه خپله ۲۰ کاله کېږي چې د بې ثباتۍ لامل دي او ګڼ شمېر افغانانو ته یې زیانونه اړولي دي.
د دغو کاروونکو په باور په ځینو برخو کې بهرني ځواکونه د قومي اختلافاتو لامل شوي او آن افغان حکومت باید د دوی د ځينو کړنو له امله له هغو د غراماتو غوښتنه وکړي.
ځو ځینو نورو بیا ویلي چې د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ پرته افغان امنیتي ځواکونه د دې جوګه نشو کېدای لکه اوس چې د ټول هېواد د امنیت د ټینګښت تمه ورنه کېږي.
دوی له بهرنیو ځواکونو له دې امله مننه کړې چې افغان امنیتي ځواکونه یې روزلي او امکانات یې ورته برابر کړي دي.
خو په ټوله کې د ټولنیزو رسنیو نږدې ټول کارونکې په دې نظر دي چې یوازې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي د هېواد تلپاتې او بشپړه ساتنه وکړي خو په باور یې په دې شرط چې افغان دولت له تاریخه زدکړه وکړي او له خپلمنځي ستونزو او کشمکشونو تېر شي.
یو شمېر نظامي کارپوهان په دې نظر دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دې امکان شته چې امنیتي تشه رامنځته شي او که چېرې حکومت په چټکۍ سره لاس په کار نه شي، د اویایمې لسیزې ورځو تکرار به لرې نه وي.
دوې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن خبر ورکړ چې د دغه هېواد د معاصر تاریخ تر ټولو اوږده جګړه چې په افغانستان کې ده پای ته رسوي او تر راتلونکو شاوخوا ۵ میاشتو به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.
له هغه وروسته ناټو سازمان هم چې امریکا یې مهم غړی هېواد دی له ښاغلي بایډن سره همغږی شو او وېې ویل چې افغانستان ته له امریکا سره یو ځای تللي او یو ځای به ووځي.
افغان حکومت ویلي دي چې د نړیوالو د دې پرېکړې درناوی کوي او له خپلو ملګرو سره د وتلو په بهیر کې مرسته کوي.