تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني: د طالبانو او پاکستان له پاره د غوراوي شېبه ده، دوستي یا دوښمني
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون او نن یکشنبه ( د وري ۲۹) په خپلو ویناو کې پاکستان ته ویلي د "دوستۍ او دښمنۍ" ترمنځ دې غوراوی وکړي. ده اوسنی رامنځته شوی وضعیت طالبانو او پاکستان ته د غوراوي شېبه بللې.
په ارګ کې د ملي امنیت منسوبینو ته د مډالونو ورکړې مراسمو کې نن ولسمشرغني وویل که افغانستان "ناآرامه وي نو پاکستان به هم ناآرامه وي".
ده زیاته کړه "د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان تیار دی چې د سیمې او نړۍ هیوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي."
څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو نېټه سږ سپټمبر اعلان کړه او بل لورته د اورکم او اوربند له غوښتنې سره سره د روژې میاشتې له پیل سره بیا هم تاوتریخوالی دوام لري.
پرون بیا د آذربایجان پلازمېنه باکو کې د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز له خوا جوړې شوې آنلاین غونډې ته ولسمشرغني وویل، "دا د طالبانو له پاره د غوراوي شېبه ده. آیا هغه سوله به غوره کړي چې پر مېز ایښې که (د جګړې له لارې) بریالي کېدل به غوره کړي."
طالبانو لا د ښاغلي غني پر نویو خبرو څه نه دي ویلي.
ولسمشر غني په دې غونډه کې بل ګډونوال، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شوکت عزیز مخاطب وګرځاوه او ویې ویل، "دا زموږ د ګاونډي پاکستان له پاره د غوراوي شېبه ده. د پاکستان له پاره دا د تقدیر لیکلو پرېکړه ده."
ده د جګړې د تاوان او د سوداګرۍ د ګټې پرتله کولو سره زیاته کړه آیا پاکستان به د "ګډو همکاریو له لارې سیمه ییزه همکاري، نړیوال مشارکت او سیمه ییزه ښېرازي غوره کړي که هغو قوتونو ته به لار ورکړي چې د طالبانو ملاتړ یې وکړ او پاتې یې کړل، د تندلارۍ څپې یې پاکستان ته هم وغځولې چې وروسته له افغانستان ښايي پاکستان تر ټولو ډېرې قربانۍ ورکړې وي."
د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز له خوا غونډه کې د سیمې د نورو هېوادونو ګډونوالو هم د افغانستان پر مسلې خبرې وکړې او د افغان سولې بهیر کې بری یې د ټولو په ګټه وباله.
هاخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هند او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې او په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدفیر سره یې مخامخ کتلي دي.
ولسمشرغني د امریکا د متحده ایالتونو د سرتېرو وتلو په تړاو پرېکړه د همکارۍ دوهم پړاو وباله او ویې ویل "د افغانستان په اړه د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې تر ټولو مهمه برخه دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او افغانان باید له هغه څه سره مقابله وکړي او پرې لاس بري شي چې تېر شل کلن او ۴۲ کلن تاوتریخوالي پرېښی."
د امریکا ولسمشر جو بایډن ټینګار کړی چې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو تر ایستلو وروسته به هم له دې هېواد سره مرستو ته دوام ورکوي، خو په پوځي توګه نه.
ښاغلی بایډن چارشنبه سپنې ماڼۍ کې د وینا پر مهال زیاته کړه چې د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو نور داسې کوم دلیل نشته چې امریکایي پوځیان دې افغانستان کې پاتې شي.
ولسمشر غني د امنیت په تړاو د نظامي ګنجوي غونډې ته ډاډ ورکړ چې هغه وینا چې "افغان دولت د پرځېدو پر څنډه دی ناسم دی، یوازې زموږ کومانډو، ځانګړي ځواکونه او هوايي ځواک ۴۰ زرو ته رسېږي او تر ټولو ښه روزنه یې لیدلې او په سیمه کې په تر ټولو ښه ځواک کې راځي."
ده وویل تر هغه چې "دا ځواک وي د دولت پرځېدلو خطر نه شته" او دولت له ټولو ستونزو او ګواښونو سره خلکو ته امنیت برابروي.
په دې وروستیو کې د سولې په خبرو کې د ځنډ او نه ګډون، د سیاسي ګوندونو بېلابېلو دریځونو، د امریکايي سرتېرو د وتلو د نېټې اعلان او د اورکم او اوربند څرک نه لګېدو، د سیاسي وضعیت تفسیر ډېر ستونزمن کړی.