هلمند کې ولسي وګړو ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه ضد او نقیض رپوټونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د هلمند ځايي چارواکي که څه هم په رسمي ډول د دغه برید په اړه څه نه وایي، خو یوه باوري سرچینه مني، چې تېره ورځ د هلمند باباجي سيمه کي هوایي برید شوی او شپږ کسان یې ژوبل کړي دي .
دا سرچینه وايي په دې سیمه کې تېره ورځ د افغان پوځ پر چورلکو ډزې شوي او هغوی په ځوابي برید لاس پورې کړی دی.
لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون چارواکي هم وايي چې د پیښي له ځای پنځه ټپیان ور وړل شوي دي .
هلمند کې مېشت ۲۱۵ میوند قول اردو بیا وایي د دوی ځواکونو باباجي سیمه کې برید نه دی کړی.
خو دغه قول اردو پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په نهرسراج، نادعلي او ناوه ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو لخوا عملیات شوي چې لس وسلوال پکې وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.
له دې سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل ټویټر لیکلي چې "نادعلي ولسوالۍ کې هوایي بمباري چې له امله یې زموږ گڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي او دغه ظالمانه عمل د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف بولي."

د عکس سرچینه، Getty Images
وسلوالو طالبانو بیا ویلي، چي تېره ورځ د هلمند د ګرشک ولسوالۍ مهاجر بازار سیمه کي پر ولسي خلکو هوایي برید شوی دی.
د دې ډلي ویاند قاری یوسف احمدي ویلي، په دې پېښه کي د یوه ځایي مشر نظر محمد اکا ۳ کاریګر وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي .
احمدي په یوه ټویټ کي لیکلي، چې د دغه برید قربانیان د بادغیس د بالامرغاب او د هرات د بکوا ولسوالۍ اوسیدونکي دي .
تېره ورځ داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو چې هلمند کې برید د کوکنار نېښګر په نښه شوي دي.



















