ولسمشر غني د اسیا زړه- استانبول بهیر غونډه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته ورسېد

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد چې د اسیا زړه ـ استانبول بهیر نهمه ناسته کې ګډون وکړي.
ارګ خپل ټوېټ کې لیکلي چې ولسمشر غني ته په دوشنبه نړیوال هوایي ډګر کې د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسولزاده، د دغه هيواد د ترانسپورټ وزير عظيم ابراهيم او په تاجکستان کې افغان سفیر ظاهر اغبر او یو شمېر ډیپلوماټانو هرکلی ووایه.
د اسیا زړه- استانبول بهیر نهمه ناسته کې پر محمد اشرف غني سربېره د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د دې پروسې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون کوي.
پر دې سربېره ولسمشر غني د تاجکستان له ولسمشر، لومړي وزیر او د پارلمان مشر سره هم پر دوه اړخیزه همکارۍ لیدنې لري.

د عکس سرچینه، ARG
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ یانې دوشنبه به د کارپوهانو غونډه وي او اصلي ناسته به د سې شنبې په ورځ وي چې افغان او تاجک ولسمشران به هم پکې وي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، په دغه ناسته کې د افغان حکومت اجنډا د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي:
"د دې غونډې موخه افغانستان کې د سولې ثبات لپاره د اجماع پیاوړتیا او د سیمې هېوادونو سیاسي اقتصادي او امنیتي همکارۍ پراختیا ده. "
دې غونډه کې د پاکستا ن،ایران او ترکیې په ګډون د شاوخوا ۱۷ هيوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره د ۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانو استازي ګډون کوي.

د عکس سرچینه، TFM
دوشنبه کې د بي بي سي خبریال سهراب ضیا وايي، د دې بهیر د اوسنۍ ناستې یوه اصلی موضوع سیمه کې همکاري او باور جوړول دي:
"ځکه د سیمې ټول هېوادونه له توندلارۍ، ترهګرۍ او نشه يي توکو قاچاق سره مخ دي او د اقتصادي او تجارتي همکاریو چوکاټ کې به د بنسټیزو پروژو او اقتصادي او انرژي برخه کې پر همکارۍ بحث وشي."
د غونډې پای کې به د دې بهیر غړي اعلامیه خپروي چې افغانستان او سیمه کې به د سولې او ټیکاو پر پرځایښت چورلي.
دا غونډه په داسې مهال ده چې د مارچ پر ۱۸ مسکو کې د افغان سولې بهیر د چټکتیا لپاره یوه ورځنۍ ناسته وشوه.
ټاکلې ده ورته ناسته راتلونکې میلادي میاشت په ترکیه کې وشي.
د اسیا زړه ـ استانبول بهیر

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسیا زړه - استانبول بهير د ۲۰۱۱م عیسوي کال د نومبر پر ۲ د ترکیې استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو .
د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي، چې پکې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، بې وزلۍ او توندلارۍ له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.
د دې بهیر اتمه ناسته په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې وشوه، خو د کورونا له امله یې تېر کال غونډه ونه شوه.
دغه بهیر د سیمې او نړۍ ۱۵ غړي او ۱۶ مرستندوی هېوادونه لري چې هر کال یې په دوراني ډول کلنی کوربتوب د غړو هېوادونو له لوري کېږي.
د دې بهیر نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.



















