تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: افغانستان د کتابونو چاپ بشپړه وړتیا تر لاسه کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د ۱۴۰۰م ښوونیز کال له پیل سره هم مهاله ویلي چې افغانستان د کتابونو چاپ بشپړه وړتیا تر لاسه کړې چې د ده په وینا نور باید د اړتیا وړ کتابونه خپله په افغانستان کې چاپ شي.
هغه همدا راز ویلي دا وخت په افغانستان کې باکیفیته کاغذ تولیدیږي چې د ملاتړ په موخه به یې افغانستان ته په راوړونکي کاغذ ګمرکي تعرفه لوړه کړي:
''دا لومړۍ ځل دی چې چې زموږ ملي مطبعو دولتي او خصوصي سکتور بشپړ ظرفیت پیدا کړی چې د افغانستان د اړتیا وړ ټول کتابونه په افغانستان کې چاپ شي، هیله ده چې زمونږ نړیوال همکاران له دې وروسته د کتابونو په چاپ پسې بل چېرې لېرې لاړ نه شي، اوس په افغانستان کې په ډېر زیات شمېر کاغذ په ښه کیفیت سره تولیدیږي له دې وروسته به په بهرني کاغذ تعرفه شل سلنه لوړېږي چې زمونږ کورني تولیداتو ملاتړ وشي. ''
دا په داسې حال کې ده چې تر سږ کاله پورې د افغانستان ۹۰ سلنه درسي کتابونه له هېواده بهر چاپېږي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د اړتیا وړ ډېرو درسي کتابونو چاپ قراردادونه له هندي، چیني او عربي شرکتونو سره شوي دي.
وزارت په پلان کې لري چې روان لمریز کال د ۲۰ ملیونو ډالرو په ارزښت ۳۷ ملیونه جلده کتابونه چاپ کړي چې له اوږدې مودې راهیسې یې په ډېرو ښوونځیو کې تشه ده.
د ولسمشر غني نویو خبرو ته په کتو دې وزارت ویلي چې تېر کال کورنیو شرکتونو په ښه کیفیت ۱۳ ملیونه جلده کتابونه چاپ کړي خو ویې نه ویل چې ایا سږ کال د ټولو اړتیا وړ کتابونو چاپ په هېواد کې د ننه ممکن دی که نه؟
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایې شته شرکتونه د افغانستان اړتیا نه شي پوره کولای.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل سوداګر له کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي، خو په وینا یې پر کاغذ د تعرفې لوړولو ځکه مخالف دي چې په وینا یې اغېز یې په زده کونکو او لیکوالانو پریوځي.
د ښوونیزو کتابونو د کاغذ کیفیت ته په کتو دا کتابونه په دریو کالو کې خرابیږي خو وزارت ویلي په پام کې لري چې د ښه کیفیت کاغذ څخه د استفادې له لارې د کتابونو استهلاک موده تر پنځو کالو لوړه کړي.