تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله د کورنیو چارو وزیر لرې کول "له تړون سره مخالفت" کې وبلل
د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له دندې لرې کول "بې دلیله یا له موجه دلیلونو پرته، عجولانه او سیاسي تړون سره مخالفت" کې وبلل.
پرون افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم صادرولو سره د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د ښاغلي اندرابي په ځای د کورنیو چارو وزارت سرپرست کړ.
په دې تړاو د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي: "وروستۍ ګومارنې د امنیتي سکتور په رهبري او لیکو کې د لازمو اصلاحاتو د راتګ، د امنیتي وضعیت د ښه والي، د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او تر ۲۰۲۴ مېلادي کال پورې د پر ځان بسیاینې د اجنډا د ښه تطبیق لپاره شوې دي."
د ۱۳۹۸ کال د جدي وروستیو کې د افغانستان ټاکنو کمېسون محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو بریالی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله چې دې بهیر کې د ښاغلي غني سیال و دا کار بې قانونه وباله او ویې ویل، ډله به یې بل حکومت جوړ کړي.
دغو دوو سیالانو یوه ورځ کې دوه لوړې وکړې او دواړو ځانونه ولسمشران بلل.
د ۱۳۹۹ کال په غوايي میاشت کې او له پنځو میاشتو وروسته د ښاغلي غني او عبدالله ترمنځ دغه جنجال د تړون په لاسلیک سره حل شو.
د دې تړون له مخې د کابینې پنځوس سلنه برخه د ښاغلي عبدالله ډلې ته ورکړل شوې چې کورنیو چارو وزارت هم پکې راځي.
دې تړون کې راغلي چې والیان هم د دواړو خواوو ترمنځ د تړون د قاعدې له مخې پېژندل کېږي.
د کسانو، تغیر، تبدیل او لرې کول به د مواجه دلیلونو له مخې وي او د یو کس د لرې کولو، بدلولو یا تغیر سره به د اړوند څوکۍ لپاره نوی کاندید هم د معرفي کوونکي مرجع سره په مشوره کېږي.
مسعود اندرابي
مسعود اندرابي له څو کلونو راهیسې د ملي امنیت لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه کار کړی دی.
نوموړي د مالوماتي ټیکنالوجۍ مدریت برخه کې زدکړې کړې دي.
ښاغلي اندرابي نږدې اوه کاله د ملګرو ملتونو پراختیايي دفتر سره کار کړی دی.
نوموړی د افغانستان شمال ته د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.