تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
م م: د کورونا کړکېچ له امله د افغانستان په ګډون سوېلي اسیا کې ۲ لکه ۲۸ زره ماشومان مړه شول
د ملګرو ملتونو نوی رپوټ وايي د کورونا وبا خپرېدو سره روغتیايي او ملاتړو خدمتونو ځنډېدو سره ښايي د افغانستان په ګډون سوېلي اسیا کې دوه لکه ۳۹ زره میندې او ماشومان مړه شوي وي.
د ملګرو ملتونو نوي رپوټ کې پر افغانستان، پاکستان،بنګله دېش، نېپال او سریلانکا تمرکز شوی چې په ټول کې یو میلیارد او اته سوه میلیون وګړي لري.
د دې رپوټ له مخې، ښځو، ماشومانو او ځلموټو له کورنا تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.
د اسیا سوېل کې تراوسه نږدې ۱۳ میلیون وګړي کورونا شوي او تر یو لک ۸۶ زره کسان ترې مړه شوي دي.
د سوېلي اسیا په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو د سختو محدودیتونو لګولو سره دې وبا ته ځواب ور کړ.
دغو هېوادونو کې د اړینو کاروبارونو او د روغتونونو، درملتونونو او خوراکتوکو او لومړنیو توکو له پلورنځیو پرته نور کاروبارونه وتړل شول.
اوس ملګرو ملتونو سوېلي اسیا کې د کورونا وبا په مستقیم او نامستقیم اغېز او د حکومتونو پر ځواب رپوټ کړی دی.
دې رپوټ کې د روغتیايي، ټولنیزو، ښوونځيو او اقتصادي خدمتونو په هکله د حکومتونو ستراتیژي ارزول شوې ده.
اټکل شوی چې دې شپږو هېوادونو کې په ۲۰۲۰ کال کې له پنځو کلونو کمعمره نږدې ۲۲۸ زره ماشومان تر پخوا زیات مړه شوي دي او دا مسله هم د خوړو او خوندیتوب په ګډون د حکومت د مهمو خدمتونو له درېدو سره تړلې ده.
د دې رپوټ له مخې په نېپال او بنګله دېش کې د ماشومانو خوارځواکۍ سره مبارزه تر ۸۰ سلنې او پاکستان او هند کې د خوندیتوب خدمتونه له ۳۵ تر ۶۵ سلنې کم شول.
د دې رپوټ له مخې هند کې په ۲۰۲۰ کال د ماشومانو مړینه خورا لوړ برید ته ورسېده.
د مېندوارۍ د مخنیوي خدمتونو نشتوالي سره هم درې نیم میلیونه ناغوښتې مېندواري وشوه چې څلور لکه هم په پېغلوټو کې ده.
د ټولبندیز او محدودیتونو په ګډون د کورونا وبا پوره اغېز د ښکارېدو په حال دی.
له کورونا وبا سره د مقابلې لپاره تمرکز هم د ځینې روغتیايي خدمتونو د پرې کېدو یا هم اوڅار کمېدو سبب شو.
په تېره بیا د تبرکلوز، ملاریا، تره ټکې یا ټایپایډ او اېډز په څېر ناروغیو سره د مقابلې ځانګړي خدمتونه اغېزمن شول.