هلمند کې موټربم برید؛ د ملي امنیت د څارنوالۍ مشر وژل شوی

د عکس سرچینه، Jamshid Rasooli
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت امنیه قومندانۍ مخې ته موټربم برید کې د دغه ولایت د کورني او بهرني امنیت خلاف د جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ مشر سید محمود سادات وژل شوی دی.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي بي بي سي ته ویلي ښاغلی سادات دندې ته پر لاره و چې د موټربم برید کې ووژل شو.
نوموړی زیاتوي: 'موږ ته لومړني را رسېدلي مالومات او رپوټونه ښيي چې په دې پېښه کې د هلمند د کورني او بهرني امنیت خلاف د جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څارنوالۍ د مشر یو ساتونکی له هغه سره یو ځای وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپي دي."
په دې پېښه کې یو شمېر ملکي خلکو ته هم د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړ شوی، خو کره شمېر یې لا نه دی په ډاګه شوی.
ښاغلی رسولي وايي سید محمود سادات نږدې یوه لسیزه د لویې څارنوالۍ اډانه کې خدمت کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې هغه تر دې وړاندې په هلمند، فراه او کابل کې د 'افغانستان د خاورې او خلکو د دښمنانو' پر دوسیو "د قانون له مخې" کار کړی دی.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ په چوکاټ کې پر ملکي استیناف او نظامي څارنوالۍ سربېره د کورني او بهرني امنیت خلاف د جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالي کار کوي.
د کورني او بهرني امنیت خلاف د جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالي معمولا ترهګریزو جرمونو، تښتونو او د هغو کسانو پر دوسیو کار کوي چې د دولت په مخالفو ډلو کې د غړیتوب په تور نیول کېږي.
پر څارنوالانو بریدونه

د عکس سرچینه، AGO.AF
افغانستان کې وړاندې هم څو ځله د لویې څارنوالۍ کارکوونکي بریدونو کې په نښه شوي دي.
د دغه وروستي برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د پخوانیو بریدونو پړه تر ډېره طالبانو منلې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، دغه اداره خپلې چارې په پوره بې طرفۍ او یوازې د قانون د حاکمیت او د خلکو د حقوقو او ازادیو د خوندیتوب لپاره په مخ بیايي او ګواکې د جګړې په ډګر کې نیول کېدونکو کسانو سره هم توپیري چلن نه کوي.
د لویې څارنوالۍ ویاند وايي دوی له نورو کشفي او امنیتي اورګانونو سره د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره ګډ کار کوي او ګواکې د څارنوالانو د امنیت لپاره د ټول هېواد په کچه "پياوړي تدابیر" نیول شوي دي.



















