ولسمشر غني: تر هر بل وخت اوس افغانستان تلپاتې سولې ته غوره دریځ کې دی

د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر هر بل وخت اوس افغانستان یوې تلپاتې او عادلانه سولې لپاره رسېدو ته په غوره دریځ کې دی.

نوموړي دا څرګندونې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه ارګ کې یوې غونډې ته کړې دي.

ولسمشر غني وویل، په دې اړه به په راتلونکو میاشتو کې له ملي شورا سره په پرله پسې توګه مشورې وشي.

په دې وینا کې ولسمشر، ځینو مهمو مسلو ته اشاره وکړه چې د سر خبره یې قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د دولت د مذاکراتي ټیم د سولې روان مذاکرات دي.

ده وویل: "دا یو فرصت دی، په تېره د ناټو فیصله یو لوی پیغام دی او د هغو خلکو ادعاوې چې غوښتل یې خلک په ننواتې او تسلیمۍ ورشي، ختمېږي. اوس به داسې جدي مذاکراتو ته زمینه برابره شي، چې یوه حل ته پکې ورسېږو".

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د درې ګونو قواوو له ملاتړ پرته اساسي قانون په خطر کې دی، چې په وینا یې "پر کاري لارو باید له سره غور وشي او سلامشورې مو لا بهتره شي".

ده وویل، سر له راتلونکې اونۍ به له مشرتابه پلاوي سره مشوره پیل کړي او غواړي چې د دولت او حکومت ترمنځ اړیکي او راشه درشه ډېره شي.

په تېره یوه میاشت کې د ارګ او ولسي جرګې ترمنځ د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې د تایید پر سر لانجې ډېرې شوې وې، چې بالاخره وړمه ورځ ولسي جرګې د بودیجې وړاندیز شوې مسوده تایید کړه.

ښاغلي غني د ولسي جرګې مننه وکړه، چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې مسوده یې تایید کړه.

وړمه ورځ، له څو اونیو لانجې او دوه ځلې رد وروسته،‌ د افغانستان ولسي جرګې بالاخره د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې طرحه په اکثریت رایو تایید کړه.

ولسمشر غني د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده ته په خطاب کې - چې دې غونډه کې موجود و، وویل په بودیجه سازۍ کې باید اساسي بدلون راشي، معیارونه باید ډېر مشخص او ښکاره وي او د مالیې وزارت ټول اسناد باید ټولو ته اعلان شي.

د ولسي جرګې مشر: حکومت او پارلمان باید د ستونزو هواري ته سره یوموټی شي

په ورته وخت کې، یادې غونډې ته د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني وویل، سختې راتلونکې ورځې په مخ کې لري، چې په وینا یې "د سولې د مذاکراتو درېدل، د طالبانو پلمې او د جګړې ډېرېدل او بې وزلي او وچکالي ډېرېدل د افغانانو د کړاو ډېرېدو لامل شوي دي".

نوموړي وویل، یادو ستونزو ته په کتو، ولسي جرګه او حکومت باید د دغو ستونزو د هواري لپاره لاسونه سره یو کړي.