د جلال اباد-تورخم دویم سړک؛ ۱۳ کاله لاهم وران ویجاړ پاتې دی

    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې کلونه وروسته د دوو لويو لارو د جوړېدو چارې لا هم په ټپه ولاړې دي.

جلال اباد او تورخم دويم سړک ۱۳ کاله او جلال آباد ـ کابل د سړک د جوړېدو لپاره په مالوم شوي وخت یې ۴ کلونه اوړي، خو لارې همداسې ورانې ويجاړې پاتې دي.

ننګرهار کې زموږ خبريال ذبيح الله رحيمزی وايي، د همدې سړکونو نه جوړېدنه د مرګونو ترافيکي پېښو سبب هم کيږي او ترانزيت تجارت هم ستونزو سره مخ دی.

د جلال اباد ـ کابل او جلال آباد تورخم اوسنی يو طرفه سړک د مسافرو او ترانزيت دواړو لپاره کارېږي. دا بوخته لار ډېره کله د موټر چلوونکو د بې احتياطي او د ګڼې ګوڼې له امله د مرګونو پېښو لامل ګرځي.

د يادې لويې لارې تېرېدونکي وايي، ډېر کله د ترافيکي پېښو له امله په دې لاره تللو ته زړه نه ښه کوي.

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی الله داد مومند وويل: "ولا زه خو چې دا پېښې ګورم هېڅ مې زړه نه کېږي. هر وخت چې په دې لارو کابل يا تورخم خوا تللی يم، حتما مې لارې اوږدو کې څو ټکره لیدلي دي.. خلک به ټوک ټوک پراته وو. يوه طرفه سړک او تنګ پنګ دي. مسافر او مالونو موټرې پرې له دواړه خوا را روانې وې. بېخي په مرګونې لار اوښتې دي، څومره افغانان چې جګړه اخلي، له دې ډېر دا لارې ترافيکي پېښې اخلي".

د تورخم جلال اباد دویم لين سړک چې پاکستان یې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د جوړولو کار پيل کړی، تراوسه دا ۱۳متره پلن او ۷۵ کلیو متره اوږد سړک د جوړلو کار بشپړ شوی نه دی. که څه هم ددې سړک د جوړېدو چارې له ۵ کاله ځنډېدو وروسته په دویم ځل په ۲۰۱۳ اوپه درېيم ځل دوه کاله وروسته پاکستاني چارواکو پېل کړې، خو کار يې سرته و نه رسېد.

کابل تورخم لین موټر چلونکی طاهر بي بي سي ته وويل، له يوې لسييزې ډېر وخت ووت چې دی همدې لارو جوړېدو ته په تمه تېرې شوي، خو ژمنې پوره شوې نه دي.

"دا دی ږيره مې په سپيیندو شوه خو تورخم جلال آباد دويم سړک جوړ نه شو. اوسنۍ لار ډېره تنګه او يو طرفه ده. ډېره ګڼه کوڼه وي، موږ پر وخت خپل هدف ته نشو رسيدلی او دا ډېری لوی سرخوږی دی".

هاخوا د جلال آباد کابل دويم سړک چې په افغانستان کې د ترانزیت تجارت لپاره لويه پروژه بلل کېږي او تر ډېره بار وړونکي موټرو لپاره یې د رغېدو ویل شوي و، لاهم نيمګړی پروت دی.

دا سړک د جلال اباد د ۴ ولسوالیو په سختو کږلېچونو کابل ته رسېږي او ۱۰۵ ميليونه ډالره لګښت يې پراختیایي اسیايي بانک ورکوي، خو د کار کيفيت خرابوالي او قراردادي شرکتونو د تېښتې له امله یې کارونه په ټپه ولاړ دي.

د دې ۱۵۰ کلیو متره سړک ايله شل سلنه کار شوی، په داسې حال کې چې دا سړک بايد د ز۲۰۱۷ په لومړيو کلونو کې ګټې اخيستنې ته سپارلی شوی وای.

ځايي خلک وایي، د شوي کار کيفيت هم د پوښتنې وړ دی. د سره رود ولسوالۍ يو اوسېدونکی ادريس:

"ته پورته بولۍ کې وګوره، ټول سړک ناست دی. دا څو کاله وشو اوس خو همداسې پآتي هم دی. هغه روان بې کيفيته کار يې هم ودرېد".

ننګرهار کې د ټولګټو چارو اداره وایي، د تورخم جلال اباد دویم لين سړک اتيا سلنه کارونه بشپړ شوي او کابل جلال اباد دویمې لويې لارې جوړېدو پر وړاندې خنډونه، د لارې په اوږدو د عامو خلکو د ځمکو استملاک د مخکني شرکت سست او بې کيفيته چارې يادوي چې بيا ترې قرار داد واخیستل شو.

په تېر کې چارواکو څو ځله ددې دواړو لارو يوه لويه ستونزه ناامني هم يادوله. څو ځل د يادو لارو په اوږدو کې حکومت د ځانګړي ځواکونو د ګمارلو او استولو وويل، خو داسې و نه شول.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل بي بي سي ته وويل، سږ به د دواړو سړکونو جوړېډو نيمګړې چارې بېرته پېل شي:

"د کابل ـ جلال اباد دويم لین سړک پاتي اتيا سلنه کار به پېلېږي. پیسې ورته شته دی. د سړک ټولنيزې، استملاک او امنيتي ستونزو شته دی هلته مو ستونزو حل ته ځایي خلکو سره خبرې کړې دي. حل ته مو کمېټه ټاکلې ده . د تورخم جلال آباد په هکله مو عملاً ټولګټو وزارت او پاکستانيانو سره بحث پېل کړی دی. ژمنه شوې او انشاءالله د دې سړکونو پاتي چارې به ډېر ژر پېل شي".

له جلال اباد کابل او جلال اباد ـ تورخم ته دويم لين سړکونو په جوړېدو به نه يوازې د خلګو لپاره اسانتيا ډېره شي، دا به د سوداګرۍ له پراخېدو سره ډېره مرسته وکړي.