تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مشرانو جرګې درې پخواني غړي د بډو اخيستو په تور په زندان محکوم شول
د افغانستان له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ یا ابتدایي محکمې د مشرانو جرګې درې تنه پخواني غړي د څلوېښت زره امریکايي ډالرو د بډو اخيستنې په تور له لسو کلونو په زیاته موده بند محکوم کړي دي.
دغه د مشرانو جرګې پخواني غړي چې نومونه يې محمد انور باشلیق، لیاقت الله بابکرخېل او عظیم قویاش دي د بډو اخیستو په تور محکوم پېژندل شوي دي.
ياد کسان د شپېته زره ډالرو د بډې په غوښتنه تورن دي، چې د مسولانو په وینا له څلوېښت زره امریکايي ډالرو سره لاس په لاس نیول شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشرانو جرګې د دغو سناتورانو تر نیول کېدو وروسته د هغوی غړیتوب لغوه او پر ځای یې نور کسان وټاکل.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل، دغه درې تنه د بډو اخیستو په تور نيول شوي او قضيه يې له څېړنو وروسته محکمې ته ولېږدول شوه چې نن په يوه علني غونډه کې د دغو کسانو په نشتوالي او د مدافع وکیلانو په شتون کې یې محکمه تر سره شوه.
د دغو کسانو له نيول کېدو وروسته د بلخ والي فرهاد عظيمي ويلي وو، چې دغه سناتوران له پلازمېنې کابل د يوه پلاوي په چوکاټ کې له مشرانو جرګې بلخ ته تللي وو چې دغه ولايت کې ګمرکي عايدات وارزوي چې بيا هلته د بډو اخيستو په تور ونيول شول.
افغانستان کې اداري فساد او بډې د حکومت لپاره لویه ننګونه ده او فساد کې د پارلمان ځينې غړي هم ښکېل بلل کېږي.
افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې له فساد سره د مبارزې د ګڼو تشکیلاتو او ادارو شاهد و او حکومت وايي چې فعالیت یې ګټور وو، خو افغانستان کې لا هم اداري فساد یوه لویه ستونزه ده چې تل یې په اړه شکایت کېږي.