تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
درې نیم میلیونه افغان ماشومان له ګوزڼ ضد واکسینه بې برخې شوي
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په دې هېواد کې له پنځو کالونو کم نږدې لس میلیونه ماشومان د ګوزن ضد واکسینو ورکولو په عمر دي چې په سږني کمپاین کې یې له ډلې شاوخوا دری نیم ملیونه د واکسینو له څاڅکو محروم پاتې شوي.
وزارت وړاندې د دری میلیونه ماشومانو د محروم پاتې کېدو اټکل کړی و، خو اوس وایې په پکتیا او میدان - وردګو کې د امنیتي ننګونو او په دایکنډي، بامیان او غور ولایتونو کې د سړې هوا له کبله د دوی له اټکه ډېر ماشومان له واکسینو پاتې شوي.
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ ضد واکسینو د عامه اړیکو مسول میرجان راسخ ادعا کوي چې له پولیو څخه د ملاتړ په هکله د طالبانو له ژمنې سره سره د افغانستان په ځینې سیمو کې د واکسین ضد تحرکات پر ځای و.
د ۲۰۲۱ کال ګوزڼ ضد واکسینو دا لومړی کمپاین روانه اوونۍ پیل شوی و او سبا یې وروستۍ ورځ ده.
په دې هېواد کې هر کال شاوخوا دری میلیونه ماشومان د امنیتي ننګونو، بېلابېلو باورونو او کمو امکاناتو له کبله له واکسینه پاتې کېږي، خو روانه اوونۍ له دې بهیر څخه د طالبانو ملاتړ او د همکارۍ ژمنې سږ کال د واکسینو سر تاسري کېدو ته د روغتیا وزارت هیلې را ټوکولي وې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې د سږني کمپاین بهیر کې ستونزې نه دي رد کړې، خو وایې ډاډمن بهیر به وخت ونیسي.
هغه وایې د ډاډ تر لاسه کولو وروسته به د پولیو له برخې سره د خپلو اصولو او امنیتي حالاتو مطابق همکاري کوي، خو روغتیا پالان وایې په دې برخه کې د هرې ورځې ځنډ د ګوزن پېښو د ډېرېدو سبب ګرځي چې بیه یې د انسانانو ژوند دی.
روغتیا وزارت ویلي هغه کسان چې په دې پنځو ورځو کې ورته تر کوره د واکسین ټیمونه نه دې ورغلي باید خپل ماشومان نږدې روغتیايي مرکز ته د واکسین په موخه یوسي.
تېر کال په دې هېواد کې د ګوزن ۵۶ او وړم کال بیا ۲۹ پېښې ثبت شوي وې خو افغان حکومت اندېښمن دی چې هسې نه له واکسینه د ډېرو ماشومانو پاتې کېدو له کبله د ګوزڼ پېښو ګراف همداسې لوړ پاتې شي.