افغانستان کې د ګوزڼ واکسین سراسري کمپاین؛ طالبانو یې ملاتړ وکړ

د عکس سرچینه، WHOAFG
افغانستان کې د ګوزڼ واکسین سراسري کمپاین رسمآ پیل شو.
دا روان کال افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو لومړنی سراسري کمپاین دی.
تازه طالبانو هم ویلي چې د دغه کمپاین د عملي کېدو ملاتړ کوي.
د افغانستان د دولت او ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) لخوا په دغه ترسره کېدونکي پنځه ورځني کمپاین کې به نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر ۵ کلونو ټیټ وي، واکسین شي.
عامې روغتیا وزارت روانه جګړه او ناامني افغانستان کې د ماشومانو د واکسین پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ګڼي.
د دغه وزارت چارواکي وايي ښايي شاوخوا ۳ اعشاره ۳ میلیونه ماشومان د هېواد ځینو سیمو کې کور پر کور کمپاین باندې د بندیز له کبله له واکسین بې برخې پاتې شي.
په عامې روغتیا وزارت کې د ګوزڼ د لمنځه وړلو پروګرام د عامه پوهاوي مسوول میرجان راسخ بي بي سي ته ویلي له دې ډلې ډېر ماشومان د هېواد سویل کې له واکسین د پاتې کېدو او په ګوزڼ د اخته کېدو خطر سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې دا ځل طالبانو هم د دغه کمپاین له پیل سره هممهاله ویلي د واکسین کمپاین د پلي کېدو ملاتړ کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازو تېره ورځ دوحه کې د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي او د ګوزڼ واکسین د تطبیق په څرنګوالي یې ورسره خبرې کړې دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم نن سهار پر خپل ټویټر لیکلي طالبان د افغانستان خلکو ته د روغتیايي خدمتونو رسیدو ته زمینه سازي خپل مسوولیت ګڼي او"په همدې اساس يې د ملګرو ملتونو صحت سازمان ته د خپلو اصولو له مخې د پوره همکارئ ډاډ" ور کړی دی.
ویل کېږي د دولت وسله والو مخالفینو وړاندې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین مخه نیوه.
طالبانو د ۱۳۹۸ کال د وري/حمل پر ۲۲ مه تر خپل واک لاندې سیمو کې د نړیوال سره صلیب کمېټې او د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونه منع اعلان کړل.
د عامې روغتیا وزارت وايي تېر کال افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ پېښې ثبت شوې په داسې حال کې چې تر هغه یو کال وړاندې د دې ناروغۍ ۲۹ پېښې ثبت شوې وې.
جنګ جګړې، ناامنۍ او په ځانګړې توګه سویلي ولایتونو کې د دولت د وسله والو مخالفینو لخوا د واکسین د کمپاین مخنیوی په ګوزڼ د ماشومانو د اخته کېدو ستر لاملونه بلل شوې دي.
له دې سره د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې له عامو خلکو هم غوښتي چې خپل تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې خامخا واکسین کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
دغه سازمان پر خپل ټویټر لیکلي ماشومان نه پوهېږي چې د پولیو وایروس دوی فلجولی شي "خو تاسو د هغوی د مور او پلار په توګه په دی پوه شئ که د پولیو واکسین څاڅکې په هره دوره کې خپل ماشوم ته ورنه کړئ نو ښایې له دایمی فلج سره مخ شې".
دغه سازمان خلکو ته دا هم ویلي که په سیمو کې یې کور په کور د واکسین کمپاین نشي کېدای نو خپل ماشومان دې د واکسین لپاره نږدې روغتیايي کلېنیکونو ته بوځي.
اوس له ټولې نړۍ یوازې افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي پاتې ده.























