ملګرو ملتونو د ۴۰۰۰ ټولګیو فعالولو کې د افغان دولت او طالبانو ژمنه ترلاسه کړې

د خپرېدو وخت

د افغانستان پوهنې وزارت د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د کلیوالي ټولګیو فعالولو په اړه د ملګرو ملتونو او طالبانو د هوکړې له جزیاتو ناخبري ښودلې خو ویلي یې دي دوی له ملګرو ملتونو سره ورته یوه ژمنتیا لري.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف پرون بي بي سي ته وویل چې له نژدې لسو میاشتو خبرو اترو وروسته له طالبانو سره د دوی په سیمو کې د ښوونې بهیر په پیلولو هوکړې ته رسېدلي.

یونیسف وايي تعلیم د ماشومانو حق دی او د ۴۰۰۰ ټولګیو په ډېرولو به تر ۱۴۰،۰۰۰ ماشومان، نجونې او هلکان ترې برخمن شي. دغه اداره زیاتوي له طالبانو سره په خپله هوکړه کې د افغان دولت ملاتړ له ځانه سره لري او د پوهنې وزارت درسي نصاب به تدریس کېږي.

د افغانستان په سوېل کې کندهار یو له هغو ولایتونو دی چې وار له مخه په لېرې پرتو سیمو کې د زدکړو کلیوالي ټولګي لري، خو د ملګرو ملتونو او طالبانو هوکړې له مخې په پلان کې ده چې دا لړۍ ان د طالبانو واک لاندې سیمو ته هم وغځېږي.

د کندهار د پوهنې په ریاست کې چارواکو بي بي سي ته ویلي یونیسف ورسره د ۲۰۲۱ کال تر پایه په ناامنه سیمو کې د ۵۰۰ محلي ټولګیو جوړولو ژمنه کړې.

په دې ولایت کې ارغستان، غورک، ریګستان، معروف او خاکرېز هغه ولسوالۍ دي چې د چارواکو په وینا هېڅ ښوونځی په کې نه دی فعال. د دې ولایت په ځينو نورو ولسوالیو کې بیا د ښوونکو او کتابونو د نشتوالي له کبله شته ښوونځي هم تړلي دي.

د افغانستان پوهنې وزارت ویلي د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق ورسره د ۲۰۲۱ کال تر پایه د څلور زره ټولګیو جوړیدو ژمنه کړې، دې ادارې له طالبانو سره هم پر ورته موضوع هوکړه کړې ده.

د طالبانو واک لاندې سیمو ته د ښوونې بهیر غځیدو په اړه که څه هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې او د افغانستان پوهنې وزارت له خوا بېلابېل معلومات ورکول کېږي خو په ټوله کې د یونیسف او طالبانو تر منځ کمسارې هوکړه بلل کېږي، هغه هوکړه چې د افغان حکومت او ځينو سیاستوالو اندېښني یې هم راپارولي.

یونیسیف ویلي د دې هوکړې له مخې به د طالبانو واک لاندې سیمو کې تر درېیمو ټولګیو ۴۰۰۰ درسي ټولګي فعاله کړي چې په کې به نجونې او هلکان ګډې زدکړې کوي.

د افغانستان پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین بي بي سي ته وویل، د پوهنې وزارت له دې هوکړې نه دی خبر خو ویې ویل یونیسیف دوی ته ورته ژمنه ورکړي.

یونیسف وايي له طالبانو سره د دوی هوکړه د هماغې هوکړې برخه ده چې دې ادارې د پوهنې وزارت سره لاسلیک کړې.

یوې حکومتي سرچینې بي بي سي ته ویلي افغان حکومت له ډیپلوماټیکو لارو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ له وجهي صندوق یا یونیسیف د دې هوکړې د جزیاتو غوښتنه کړې.