چسپکي ماینونو د کابل مرستیال والي او د غور ولایتي شورا غړی وژلي

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان په غور کې چارواکي وايي، د ولایتي شورا د یو غړي په ګاډي چاودنه شوې چې له امله یې د دې شورا یو غړی وژل شوي او بل یې ټپي دی.
د غور د والي ویاند عبدالحی عابر بي بي سي سره خبرو کې وویل، چسپکي ماین د وکیل عبدالرحیم رضا زاده په موټر چاودلی دی:
"دې چاودنه کې له بده مرغه د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان شهید شوی او عبدالرحیم رضازاده او موټروان یې ژوبل شوي دي."
بل خوا، د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل مرستیال والي محبوب الله محبي د دغه ښار دریم مکروریان کې د چسپکي ماین چاودنه کې ووژل شو.
پېښه په ځايي وخت سې شنبه (قوس/لیندۍ ۲۵مه) سهار ۹:۴۰ بجې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، چاودنه د ښاغلي محبي یو ملګری هم وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.
له بلې خوا د کابل امنیه قومنداني وايي، چې د سې شنبې په ورځ په احمد شاه بابا مېنه کې هم د وسلوالو په ډزو کې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.

د عکس سرچینه، Social Media
محبوب الله محبي، د ۲۰۱۵ کال د مارچ میاشتې وروستیو کې د کابل سرپرست والي په توګه ټاکل شوی و.
نوموړي د کابل د پخواني والي عبدالجبار تقوا تر استعفا وروسته د کابل ولایت د ادرارې سرپرستي کوله، چې بیا وروسته مرستیال والي وټاکل شو.
ښاغلي محبي کابل پوهنتون کې اقتصاد پوهنځي لوستی و.
محبوب الله محبي تر ۲۰۱۵ مخکې هم د کابل د مرستیال والي په توګه دنده لرله.
محبي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون کې هم کار کړی دی.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، idlg.gov.af
ولسمشرۍ ماڼۍ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خولې د کابل د مرستیال والي وژل کېدل غندلي.
که څه هم وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډله د دې برید له مسوولیت ځان اېستلی نه شي.
د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د ښاغلي محبي او د هغه د یوه همکار وژل کېدل یو ترهګریز عمل بللی، چې په وینا یې دې پېښې د زړه له تله خواشینی کړی دی.
ښاغلي عبدالله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "ترهګر په خلکو کې د بریدونو، وېرې او وحشت په خپرولو خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی".
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي، هره ورځ د افغانستان په لر و بر کې هدفي وژنې دوام لري.
"نن د کابل مرستیال والي او د هغه ملګري او په غور کې د ولایتي شورا پر غړو بریدونه پر ولسي وګړي بریدونه دي چې عام خلک پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي. دا لړۍ باید ودرول شي. د منلو وړ نه ده. "
د کابل والي محمد یعقوب حیدري د ښاغلي محبي د وژلو په غبرګون کې ویلي، هغه یو متواضع، د نرم خوی، خبره اورېدونکی او د هېواد خلکو ته سړی و.
ښاغلی حیدري د محبي د وژلو د غندلو سربېره دا یو جنګي جنایت او د بشر ضد عمل بللی او له اړوندو ادارو یې غوښتنه دا ده چې د محبي د وژلو عاملین ونیسي او عدالت ته یې وسپاري.
کندهار کې یو څارنوال وژل شوی

بل خو، د سوېلي کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، نن سهار ۱۰ بجې د دغه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند مشرقي لیسې مخې ته یو څارنوال په غلچکي برید کې وژل شوی دی.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، وژل شوی څارنوال محمد نبي مظلوم نومېږي او د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د استیناف څارنوالۍ د تحقیق مدیر و.
د بارکزي په خبره، برید کوونکي تښتېدلي، خو د ده په خبره د نیولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
تر اوسه د درې واړو پېښو مسئولیت چا نه دی منلی.





















