د افغانستان جګړه؛ هغه ځوان چې درې قبرونه لري

    • Author, سحر رحیمي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

''لاړم روغتون ته، ومې لېدل چې پر یوه تخت یو سوځېدلی جسد پروت دی. زما د داوود له رنګ سپین و او خرمايي وېښتان یې لرل. ومې لېدل چې وېښتان یې سوځېدلي، مخ او بدن یې خوړین شوی. چیغه مې وکړه. ډاکټر ته مې وویل دا زما داوود نه دی. ډاکټر په ورو د هغه پر سوځیدلي مخ لاس تېر کړل او پوښتنه یې وکړه چې زما د زوی نوم څه دی؟ بیا یې په ورو غږ وویل: محمد داوود. ''

د داوود د مرګ داغ د هغه د مور وېښتان سپین او د سترګو لېد کم کړی دی. د داوود له مړینې دوه کاله وروسته هم د مرضیه ارشدي د زړه غم تازه دی.

داوود ۱۸ کلن ځوان و چې څه باندې دوه کاله وړاندې یې کابل کې د 'مهدي موعود ' پر روزنیز مرکز برید کې خپل ژوند وبایلود. په دغه برید کې چې مسوولیت یې داعش ډلې په غاړه واخیست لږ ترلږه ۵۰ تنه زدکوونکي ووژل شول او نژدې ۷۰ نور ټپیان شول.

د داوود تصویر د هغوی د کوچني کور په تنګ دهلیز کې د دیوالي ساعت لاندې ځړول شوی دی. د داوود مور هر سهار له لمانځه دمخه د داوود له تصویر سره خبرې کوي او ژمنه کوي چې ورسره یوځای کېږي.

''ورته وایم داوود جانه زه ستا څنګ ته درځم. خیر دی که یو څه موده یوازې یې، له دې خبرو سره ځان ته تسلي ورکووم. که په کور کې میلمستیا وي یا خواړه پخوم له لومړۍ ګولې تر پایه داوود یادوم ځکه چې د هغه میلمستیاوې او خواړه خوښېدل. ''

د داوود مور په کور کې د هغه د وروستیو شیبو په اړه وايي: ''دوه مڼې یې له یخچال واخیستې، کیناست هغه یې وخوړې، ما ورته کتل، له ځای پورته شو، خدای په اماني یې وکړه او لاړ. څو شیبې وروسته مې لور راغله او ویل یې چې چاودنه شوې. د موعود په روزنیز مرکز کې چاودنه. ''

داوود په روغتون کې؛ کورنۍ یې هغه ونه پېژانده

له هرې خونړۍ پېښې وروسته ملفون یا موبایل تېلېفونونو ته زنګونه ورځي خو څوک یې نه پورته کوي. له دغسې پېښو وروسته کورنۍ د پېښې ځای ته ځانونه رسوي خو خپل عزیزان نه مومي.

د داوود مور هم پر ټولو روغتونونو وګرځېده خو داوود یې پیدا نه کړ.

څو شیبې وروسته د داوود خور زهرا خپلې مور ته تېلېفون کوي او وايي: ''داوود یې علي اباد روغتون ته یووړ، ټپي شوی دی. ''

مور یې شکر باسي چې زوی یې لا ژوندی دی او علي اباد روغتون ته روانېږي. خو باور یې نه راځي چې په روغتون کې به داوود په ټپي حالت کې ومومي.

د داوود رسا قامت او ځواني نوره نه ده پاتې، کله چې د داوود دوی کورنۍ په روغتون کې له ټپي داوود سره مخامخ کېږي هغه نه پیژني.

خو د ډاکټر له غوښتنې وروسته داوود په خپله په ورو غږ خپل نوم وايي.

داوود د شنبې په ورځ له ډېرو هېلو او خوښۍ سره کانکور ته د چمتو کېدو په ټولګي کې داخلې لپاره رزونیز مرکز ته ځي خو د چارشنبې په ورځ یې له سوځېدلی بدن سره کورنۍ ته سپارل کېږي.

اته ورځې په روغتون کې

داوود په دغه خونړي برید کې سخت ټپي شو و. بدن یې په چاودنه کې سوځېدلی و. یوه سترګه یې ړنده شوه. یوه چره یې پر خوله لګېدلې وه او غاښونه یې ورمات کړي وو. دغه راز نورې چرې هم د هغه پر بدن لګېدلې وې چې سخت زیان یې وراړولی و.

هغه له سختو ټپونو سره سره لا هم کولای شول چې ورو ورو خبرې وکړي، د خپلې مور لاسونه مچو کړي او خپل پلار ته ووايي چې له روزنیز مرکز یې کتابونه واخلي او کور ته یې یوسي.

داوود له دغه خونړي برید اته ورځې وروسته علي اباد روغتون او ' ایمرجنسي ' کې بستر و.

ډاکټران د هرې ورځې له تېرېدو سره د هغه د بدن د یوه غړي له کاره لوېدو سره ناهیلي کېدل.

له برید ۷ ورځې وروسته د داوود پښه پرې شوه

د لوی اختر په اوله ورځ او له برید اوه ورځې وروسته په ایمرجنسي روغتون کې ډاکټر د داوود د چپې پېښې پرې کولو ته اړ شو.

زهرا وايي ''پلار مې د داوود پښه خاورو ته وسپارله او کله چې د شپې کور ته راغی موږ ته یې وویل خوابدي کېږئ مه، ښه مې په یاد دي لس ځلې یې شکر وایست. د کوم پلار زړه کولای شي چې د خپل زوی پرې کړې پښه وګوري او بیا شکر وباسي؟ خو زما پلار شکر ایسته چې داوود لا هم ژوندی و. ''

له هغه وروسته چې د داوود پښه پرې شوه زهرا به ټوله شپه په انټرنیټ کې د مصنوعي پښې د بیې او جوړولو پسې لټون کاوه، هغه په دې فکر کې هم وه چې څنګه کور ته د داوود د ستنېدو تود هرکلی وکړي.

اتمه ورځ، د داوود د مرګ خبر راغی

د لوی اختر په دویمه، له برید اته ورځې او د داوود د پښې له پرې کېدو یوه ورځ وروسته یې کورنۍ ته د مرګ خبر راغی.

پلار یې چې پرون یې د هغه پرې شوې پښه خاورو ته سپارلې وه نن باید د هغه جسد خاورو ته وسپاري.

د داوود جسد یې له ایمرجنسي روغتون جومات ته ولېږداوه. هغه هېڅکله بیا کور ته ستون نه شو.

هغه تصویرونه چې داوود د ښوونځي د شهادتنامې او پوهنتون د دیپلوم لپاره اخیستي وو، د هغه پر جنازه ایښودل شوي وو او جنازه پرې سینګار شوې وه.

د داوود درې قبرونه

د داوود د بدن غړي په دریو قبرونو کې ښخ کړای شوي. د کورنۍ غړي یې د هر قبر پر سر دوعا کوي.

له مړینې یوه ورځ مخکې یې پښه د کابل په سرکاریز سیمه کې خاورو ته وسپارله. د داوود جسد د هغه له وصیت سره سم په میدان وردګو کې د خپل نیکه له قبر سره نژدي ښخ کړای شو. کتابونه او دفترچه یې د 'شهدای دانايي ' په نامه مقبره کې ښخ کړای شول.

پر موعود رزونیز مرکز د برید قربانیانو جسدونه د کابل په لوېدیځ کې خاورو ته وسپارل شول او وروسته همدې غونډۍ یا تپې ته د 'شهدای دانايي ' نوم ورکړل شو.

په دغه برید کې د داوود یو ملګری ذکي هم په چرې مرۍ ته ولګېد او مړ شو.

داوود د دولسم ټولګي زدکوونکی و او کورنۍ یې وايي خوښېدل یې چې فلسفه ولولي.

د داوود د خور زهرا په وینا هغه ډېر ارمانونه لرل او خپلو هېلو ته د رسېدو لپاره بې قراره و.

موږ نه توانېدو چې د داوود له پلار سره هم خبرې وکړو. هغه ټکسي چلوونکی دی، هره ورځ له سهار وختي تر شپې د کابل پر سړکونو خلک له یوځای بل ته لېږدوي.

زهرا وايي د داوود له مرګ وروسته یې پلار ډېر لږ غږېږي. مور یې هم د داوود په غم کې ځورېږي او هغه یادوي ځکه چې هره ورځ له ښوونځي تر ستنېدو وروسته به یې د مور لاسونه او تندی مچو کاوه.

د دوواد د شوخ طبعیت او هڅو له امله چې د خپل کوچني ورور او خور د ژوند ښه کولو لپاره یې کول د هغه مور هغه اته ورځې یادوي چې داوود په روغتون کې د درد په حال کې تېرې کړې.

''په وروستي ځل مو علي اباد روغتون کې ولېد، ایمرجنسي روغتون ته یې لېږداوه. د روغتون په انګړ کې مو په وروستي ځل ولېد. لاسونه مې ورته مچو کړل او ومې ویل، داوود جانه لاړ شه په خدای مې سپارلی یې، زه سبا ستا لیدو ته در ځم. سبا ته چې ورغلم ایمرجنسي روغتون کې یې موږ نه پرېښودو چې هغه له نژدي وګورو. بیا مو هېڅ ونه لېده. ''

داوود د لسګونو نورو زدکوونکو په څېر چې په وروستیو کلونو کې پر روزنیزو مرکزونو او ادارو بریدونو کې وژل شوي له ډېرو هېلو سره له نړۍ لاړ.