'تر لسو کلونو به د افغانستان هر کلي کې یو روغتیايي مرکز جوړ شي'

د عکس سرچینه، AFP
نن د ډسمبر ۱۲مه، روغتیايي اسانتیاوو ته د ټولو وګړو د لاسرسي نړیواله ورځ ده.
د عامې روغتیا وزارت وايي، تر راتلونکو لسو کلونو پورې د افغانستان په هر کلي کې د یوه روغتیايي مرکز جوړولو پلان لري چې یو نرس او یوه قابله به ولري.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه شاوخوا ۵۰ زره ډاکتران او نرسان روغتیايي چوپړونه وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، ۲۰۲۰ کال د روغتیايي نظام لپاره یوه لویه ازموینه وه.
د دغه سازمان سرمنشي له ټولو غوښتي چې د کورونا وېروس له خپرېدو په تجربې دې په روغتیايي سیستم پانګونه وکړي چې دا کړکېچ پای ته ورسېږي.
له دې سره یو ځای د افغانستان د کلیوالو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیايي مرکزونه ترې لرې دي او ځینې وخت ناروغان دغو مرکزونو ته د لېږدېدو پر مهال لاره کې ژوند بایلي.
روغتیايي مرکزونو ته د خلکو لاسرسی هغه وخت محدودوېږي، چې لارې ناامنه وي یا د سړوښې او ورښتونو له کبله بندې شي.
د افغانستان روغتیا وزارت وايي تېرو دوو لسیزو کې روغتیايي اسانتیاوو ته د خلکو لاسرسی د پام وړ زیات شوی دی.
له دې سره د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور ويلي، اوس افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو او کلېنیکونو شمېر پر ۳۴۰۰ اوښتی دی.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي لومړنیو روغتیايي چوپړونو ته لاسرسی لري خو دا هم مني، چې خلک لا هم بشپړو تخصصي چوپړونو ته په لاسرسي کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، AFP
د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني څو ورځې وړاندې پارلمان کې ویلي وو چې وړاندې کېدونکي روغتیايي چوپړونه او دارو درمل مناسب کیفیت نه لري.
هغه وویل، په کلني ډول د افغانستان پر روغتیايي خدمتونو دوه نیم میلیارده ډالر لګښت کېږي او نیم میلیارد ډالر نور افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې د روغتیايي اړتیاوو لپاره لګوي.





















