"د روغتیايي اسانتياو لپاره يو ځای شئ"

د ویډیو تشریح، "روغتیايي اسانتياو لپاره يو ځای شئ"
د خپرېدو وخت

سږ کال به د روغتيايي اسانتياو نړېواله ورځ افغانستان کې د "روغتیايي اسانتياو لپاره يو ځای شئ" تر شعار لاندې نمانځل کېږي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، اوسمهال د دې هېواد ۶۰ سلنه وګړي روغتیایي اسانتياو ته لاسرسی لري او پام کې ده چې په لرو پرتو سيمو کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو سره دا شمېره۹۰ سلنې ته پورته کړي. خو د افغانستان په يو شمېر سیمو سره له دې چې خلک د درملو له نشتوالي سرونه ټکوي وايي ښو روغتیايي اسانتیاو ته هم لاس رسی نه لري.