عبدالله: قطر کې مذاکراتي ډلې پر چارشنبه جدي بحثونه پیلوي

عبدالله عبدالله

د عکس سرچینه، @Dr.AbdullahAbdullah

د عکس تشریح، ښاغلي عبدالله وویل، د سولې مذاکرات او د جګړې ختمېدو ته لارې چارې لټول یو مهم فرصت دی، چې ګټه اخیستل ترې پر افغان حکومت او مقابل لوري پورې تړلي دي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر وايي، دوحه کې له طالبانو سره مذاکرات دوام لري او پر تګلاره خبرې پای ته رسېدلې دي.

ښاغلي عبدالله وویل: "پرون هم زموږ مذاکراتي ډلې خبرې درلودې او د اجنډا په اړه یې د یو او بل نظرونه واورېدل. نن هم زموږ ډله په خپلو کې مشورې لري او سبا ته به جدي بحثونه پیلېږي."

نوموړي د سولې، رسنیو او مدني ټولنو ملي غونډې ته وینا کې وویل، خلک د دوحې مذاکراتو ته په تمه دي چې یوې تلپاتې سولې ته مذاکراتي ټیمونه پکې ورسېږي.

عبدالله عبدالله ویل، اوس خلک په قطعي ډول د جګړې پای ته رسېدل غواړي، خو پر اوربند د هوکړې لپاره به د سولې مذاکرات وخت اخلي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې د جګړې او بریدونو ډېرېدو خلکو ته ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.

ده وویل، په مذاکراتو کې له مقابل لوري زموږ تمه دا ده چې د سولې پر لوري یو لوی ګام واخیستل شي او "زه ډاډه یم چې دوی به په دې کار پښېمان نه شي، ځکه سبا ته به ټول د هېواد په نظام کې ونډه ولري."

ښاغلي عبدالله وویل، د سولې مذاکرات او د جګړې ختمېدو ته لارې چارې لټول یو مهم فرصت دی، چې ګټه اخیستل ترې په افغان حکومت او مقابل لوري پورې تړلي دي.

وضاحت

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر وویل، دا سمه ده چې دا شورا تر ټاکنو او د پایلو تر راوتلو وروسته د یوې سیاسي هوکړې په پایله کې رامنځ ته شوه، خو دا د سولې د ملاتړ لپاره یوه اړتیا وه.

د افغانستان تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو او د ولسمشر محمد اشرف غني د بریالي کېدو تر اعلان وروسته، ولسمشر غني په ارګ کې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم او عبدالله عبدالله یې په څنګلورې ودانۍ کې د 'ولسمشرۍ' د لوړې مراسم جوړ کړي وو.

وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او یونس قانوني او نورو جهادي مشرانو په منځګړتوب ولسمشر غني له عبدالله عبدالله سره په واک وېشلو سلا شو، چې پایله کې یې ښاغلي عبدالله ته ۵۰ سلنه وزارتونه ورکړل او هم د عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې شورا جوړه شوه.

وړمه ورځ، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او د مذاکراتي ډلې مشرانو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د پاتې طالب بندیانو د خلاصون او له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومو پر ایستلو خبرې کړې وې.

خلیلزاد ویلي، د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرانو کمېټه به 'د سولې تړون د شرایطو، د واک وېش او له طالبانو سره د تلپاتې او هر اړخیز اوربند د مذاکراتو په لړ کې واکمن بنسټ وي.'

بل خوا، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم هماغه ورځ پر ټوېټر لیکلي وو، تېره شپه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سیاسي مرستیال ملا برادر او د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم او ورسره پلاوي د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد او ورسره هيئت تر منځ ناسته وشوه.