تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'افغانستان کې له سلګونو ناقانونه درملتونونو حکومت ناخبره دی'
- Author, یوسف ځدراڼ
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي د فارمسۍ برخې زده کوونکي په کم ساري ډول ډېر شوي، خو ټينګار یې کړی چې په ځينو ولایتونو کې لا هم د فارمېسسټانو پرتله درملتونونه ډېر دي.
د خصوصي زده کړو بنسټونو له ډېریدو سره په دې وروستیو کې ګڼو زده کونکو د دوا جوړونې یا فارمېسۍ په برخه کې زده کړې بشپړې کړي خو وزارت مني چې د درملتونونو او درمل جوړولو ظرفیت هومره پرمختګ نه دی کړی.
په افغانستان کې داسې کسان له شمېره وتلي چې زده کړې یې د فارمسۍ په برخه کې کړې، خو په خپل مسلک کې کار نه مومي، خو هغه چې له مسلکي زده کړو سره په درملتونو کې په کار بوخت دي مسلک یې په درملنه کې خاص رول لري.
روح الله چې د فارمسۍ وروستي سیمستر عملي زده کړې په یوه درملتون کې کوي وایې په افغانستان کې که څه هم د فارمېسسټ کار ته اهمیت نه ورکول کېږي، خو د ده په وینا فارمېسسټ چې یې زده کړې کړي وي د دوا په تطبیق او ترتیب کې د ډاکټر ښی لاس ګڼل کېږي.
د دې راپور چمتو کولو لپاره مې د کابل په زړه دهافغانانو او څو نورو سیمو کې په یو شمېر درملتونونو وګرځېدم.
په دې ښار کې داسې درملتونونه کم نه دي چې له فارمېسسټ پرته یا یوه فارمېسسټ او دریو څلورو نورو عادي کسانو سره فعالیت کوي
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۴ زره قانوني درملتونونه شته، خو مسئولین دا هم مني چې سلګونه نور ناقانونه داسې درملتونونه هم فعالیت کوي چې حکومت یې له کار او روزګار نه دی خبر.
د درملو د تنظیم ادارې یوه مسئول ادم خان عزیزي بي بي سي ته وویل څو کاله مخکې په افغانستان کې د شته درملتونونو په حساب فارمېسسټان نه وو، د ده په باور اوس دا تشه ډکه ده خو په وینا یې لا هم د مسلکي روزل شویو کادرونو ځای نورو خلکو نیولی:
"هر کال شاوخوا ۵۰۰ فارمېسسټان له خصوصي او دولتي پوهنتونونو فارغیږي خو لا یې په بازار کې عملاً ونډه کمه ده دا چې دا مسلک لا مسلکي خلکو ته په لاس نه دی ورغلای یو بنسټیز دلیل یې دا ښکاري چې په قانون کې هغه چا ته ښکاره جزا نه ده ټاکل شوې چې زده کړې نه لري، خو د دوا په برخه کې فعالیت کوي موږ هڅه کوو دا تشته ژر ډکه او یو ځل بیا د درملتونونو جواز ورکول پیل شي."
د اړتیا وړ دوا جوړوونکو او فارمېسستانو د نشتوالي له کبله دلته له تېرو اتو کالونو راهیسې نویو درملتونونو ته د فعالیت جوازونه نه ورکول کیږي او دا لړۍ بیخي په ټپه ولاړه ده.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي د دې برخې د غوړولو په موخه هڅه کوي چې د فارمسۍ زده کړو د تخصص پروګرام زمینې برابرې او د یوې ځانګړي تګلارې له مخې د فعالیت جوازونه بیا پيل کړي.
دا وخت په افغانستان کې د درملو جوړولو ۴۰ کارخونې فعاله دي خو دا هېواد د اړتیا وړ ۹۰ سلنه درمل د نړۍ له شاوخوا دېرشو هېوادونو واردوي.
افغان حکومت په پام کې لري چې د درملو جوړلو نورو شرکتونو ته هم د فعالیت زمینې برابرې کړي چې که وکولای شي د درملو نیولو لپاره د شاوخوا نیم میلیارد ډالرو یوه اندازه وګرځوي چې اوس هر کال بهر ته وړل کیږي.