تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امرالله صالح: پر کابل پوهنتون د برید بل پلانوونکی هم ونیول شو
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي پر کابل پوهنتون د برید د پلان جوړونکې هستې یو بل غړی هم نیول شوی خو درېم ملګری یې امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی.
ښاغلي صالح د ده په مشرۍ د امنیتي میثاق د پلي کولو د نننۍ ( نومبر ۱۶ / لړم ۲۶ ) سهارنۍ غونډې راپورپر خپل فېسبوک پاڼه خپور کړی او په کې لیکل شوي :"د احمد په نوم په پوهنتون د برید د پلان جوړونکې هستې دوېم غړی پکتیا ته تللی و او زموږ له زړورو امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی. د دې هستې دریم غړی نیول شوی او په څو ساعتونو کې به کابل ته راولېږدول شي".
په داسې حال کې چې کابل پوهنتون ته له وسلو او مهماتو سره په اسانۍ د برید کوونکو ننوتلو پوښتنې راولاړې کړې وې - د ولسمشر لومړي مرستیال لیکلي برید کوونکي متوجه شوي وو چې "هغه کسان د پوهنتون په دروازه کې جدې نه تالاشي کیږي چې د څېرې او لباس څخه ښاري وګړي ښکاري. په همدې خاطر هغوی د شیک پوشه محصلانو په بڼه یو په بل پسې پوهنتون ته داخلیږي او بیکونه یې نه تالاشی کیږي دوی پلان درلود چې که لومړی کس یې تالاشي شي نو دوهم به په تفنګچې سره پولیس له منځه یوسي.".
په کابل پوهنتون د روانې لړم/عقرب میاشتې د ۱۲مې برید کې ۲۲ تنه ووژل او ۲۷ نور ټپیان شول.
په پيل کې د دغه برید مسوولیت داعش ډلې ومنلو خو وروسته په یوه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوه ظاهرا دې دلې پر کابل پوهنتون برید کې لاس لرل رد کړل.
خو ښاغلی صالح وايي داعش یوازې "نوم" دی او برید طالبانو کړی دی. هغه زیاته کړې چې بریدګرو وسلې له حقاني شبکې ترلاسه کړې وې.
طالبانو دغه برید سره تړاو رد کړی دی.
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي په کابل پوهنتون برید کې نیغ په نیغه ښکیل کسان هم پیژندل شوي او د "انتحاري شخص" کورنۍ د ملي امنیت ریاست تر څار لاندې ده.
صالح وايي په کابل پوهنتون د برید پلان کې د ښکیلو کسانو او بریدګرو په اړه مالومات د همدې هستې له لومړي نیول شوی کس (عادل) ترلاسه شوي دي.
ملي امنیت د عادل یوه ویډیو هم خپره کړې چې نوموړی پکې پر خپل جرم اعتراف کوي.
د دې ویډیو تر خپریدو وروسته له تېرو دوو ورځو خواله رسنیو کې د هغه د اعدامېدو د غوښتنې کمپاین روان دی.