تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هرات زندان تاوتریخوالي کې ۸ کسان ووژل او ۱۲ ټپیان شول
د افغانستان لوېدیځ ته هرات کې چارواکو تایید کړې، چې د هرات ښار په زندان کې د بندیانو او زندان ساتونکو تر منځ اخو ډب شوی دی، چې پکې اته کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
د هرات ولایت روغتیا مشر ډاکټر محمد رفیق شېرزی وايي، وژل شوي ټول بندیان دي او ټپیانو کې څلور سرتېري دي.
خو د هرات امبولانس ادارې مشر ډاکتر ابراهیم محمدي وايي، ۱۸ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د دریو ټپیانو حالت ښه نه دی.
د بي بي سي خبریال د ځايي چارواکو له قوله وايي، چې پېښه له ځايي وخت سره سم ماښام نژدې شپږ بجې پیل او تر لسو بجو ډزې روانې وي.
تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی او بېلا بېلې سرچینې ضد او نقیض څرګندونې کوي.
د انساني حقونو د سیمه ییز دفتر مشر عبدالقادر رحیمي بي بي سي ته وویل، د دې پېښې د انګېزې په هکله پلټنې پیل شوې دي.
د هرات امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده بي بي سي ته وویل، اضافي ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي، چې یو شمېر یې زندان ته ننوتي او نور یې د زندان ساتنه کوي.
نوموړی زیاتوي زندانیان وسله نه لري او د پېښې ځای په بشپړ ډول د پولیسو کنټرول کې دی.
د زندان ساتونکو تر اوسه د پېښې په هکله له څه ویلو ډډه کړې او د پولیسو ویاند بیا خبریالانو ته وویل، د پېښې جزیات د زندان ادارې چارواکي باید ورکړي.
د بي بي سي خبریال وايي، د هرات زندان په زړه او کوچنۍ ودانۍ کې نژدې ۳۰۰۰ زندانیان ساتل کېږي.
په هرات زندان کې له دې مخکې هم د احتجاجونو یا نه خوړو اعتصاب پېښې شوې دي، خو تازه پېښه کمسارې ښکاري.