عمران خان: د افغان سولې له بهیره شا ته کېدل به لویه تېروتنه وي

د عکس سرچینه، PM FACEBOOK
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، په دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات به له ګڼو ستونزو سره مخ وي، خو دا بهیر د افغانستان د کشالې د حل لپاره یو لوی فرصت دی، او درول یا ختمول به یې یوه لویه تېروتنه وي.
عمران خان د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره خپله سرمقاله کې ویلي، افغانستان سولې ته نږدې شوی دی، خو که نړیواله ټولنه په بیړه له دې هېواده ووځي نو دا به هوښیاري نه وي.
د پاکستان لومړی وزیر وایي، د سولې خبرو کې ښکېلې غاړې باید د دې بهیر بشپړېدو لپاره داسې کوم مهالوېش یا ضرب الاجل ونه ټاکي چې له حقیقته لېرې وي.
نوموړی وایي، افغان حکومت طالبان د یو سیاسي حقیقت په توګه منلي دي، او اوس باید طالبان هم په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې شوې لاسته راوړنې ومني.
د پاکستان لومړی وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو مقدماتي ناستې شوې دي، خو اصلي خبرې لا هم نه دي پیل.
افغانستان کې وضعیت پر پاکستان مخامخ اغېز لري

د عکس سرچینه، @ImranKhanOfficial
عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان روانې جګړې له کبله بې شمېره قربانۍ ورکړې دي، او افغانستان کې وضعیت پر پاکستان هم اغېز کوي.
دی زیاتوي چې په افغانستان کې سیاسي ثبات د بهرنیانو لخوا پر افغانانو نشي ور تپل کېدلای، او تل پاتې سوله یوازې د افغانانو د خپلمنخي جوړجاړي له لارې راتلی شي.
په قطر کې د سولې خبرو سره هم مهاله په سیمه ییزه کچه د ملاتړ ترلاسه کولو، په تېره بیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو لپاره هم هڅې روانې دي.
ټاکل شوې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي.
دغه راز تمه ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به هم په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر کوي.
عمران خان د جمعې پر ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د تیلیفوني خبرو پر مهال افغانستان کې د اوربند ملاتړ څرګند کړی و.


















