ولسمشر غني د قطر له لومړي وزير او د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره کتلي

د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ (اکټوبر پنځمه) د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی، چېرې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي. ښاغلي غني هلته د قطر له لومړي وزير شيخ خالد بن خليفه بن عبدالعزيز ال ثاني او د افغان دولت مرکچي پلاوي سره کتلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې مخې، د قطر له لومړي وزير سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو د اړيکو لا پراختيا، اقتصادي همکاريو، د سولې پروسې او نورو مهمو مسايلو په اړه خبرې شوې دي. د قطر لومړي وزير ويلي، "موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او پرمختګ غوښتونکي يوو".

تر دې وړاندې ولسمشر غني په دوحه کې له افغان مرکچي پلاوي سره هم ليدلي وو چې د ارګ د خبر پاڼې له مخې، ولسمشر غني له دغه پلاوي سره په خبرو کې ويلي، "ولس غواړي د څلوېښتو کلونو غمیزه په اساسي توګه پای ته ورسوئ او ملت د دغه ناورین اساسي حل په جمهوري نظام کې ویني".

نوموړي ويلي، نړۍ د افغانستان د "سولې او انکشاف په اړه اجماع" لري او په وينا يې "هېوادوال او حتی طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي شوي" دي.

ولسمشر غني دوشنبه سهار لومړی کویت ته لاړ او هلته یې د دې هېواد له نوي امیر سره د پخواني امیر د مړینې خواخوږي وکړه او بیا یې له لومړي وزیر سره ولیدل.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي دوحه کې بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر به دوه ورځې دوحه کې وي. نوموړی وایي، "ولسمشر د قطر له مهمو چارواکو سره ګوري او موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي پراخ شي او هم به د افغان سولې پر خبرو بحث وشي ".

له ولسمشر غني سره دې سفر کې لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر او د کابینې او پارلمان څو غړي هم ملګري دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مشر جنرال مېلر سره لیدل هم د دې سفر برخه ده.

ویل کېږي ولسمشر غني به د سې شنبې پر ورځ دوحه انسټیټیوټ ته هم د سولې پر موضوع وینا وکړي.

دوحې ته د افغان ولسمشر دا سفر په داسې مهال دی چې د سپټمبر له ۱۲ پکې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې، خو لا هم د حکومت او طالبانو تماس ډلې د خبرو پر چلنلار یا طرزالعمل هوکړې ته نه دي رسېدلې.

د دواړو تماس ډلو له لس ځلو ډېر سره لیدلي، خو دا لیدنې یې کومه ښکاره پایله نه لري.

د دوی د هوکړې په مخ کې خنډ هم دا دی چې طالبان وايي، دا خبرې باید د طالبانو او امریکا د تړون او حنیفي مذهب له مخې وشي.

خبرو کې د منځګړتوب وړاندیز

په قطر کې د افغان حکومت په مرکچي پلاوي کې سرچينې تاييدوي چې یو شمېر هېوادونو د افغان دولت او طالبانو تر منځ په خبرو کې د راغلي ځنډ ختمولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د منځګړتوب دا هڅې د افغانستان د سولې د ملاتړې ډلې غړو هېوادونو پيل کړې دي.

سرچیني وايي د دغو هېوادونو استازي د دواړو لورو له پلاوو سره په اړيکه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي ټیمونو په لومړۍ ناسته کې پریکړه وکړه چې له دواړو غاړو پرته به دريمګړی اسانچاری لوری ګډون نه لري.

په ورته وخت کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، دوی د مذاکراتو د طرزالعمل د اختلافي مواردو لپاره بدیلې طرحې د طالبانو مرکچي پلاوي ته سپارلې او د هغوی ځواب ته په تمه دي.