افغانستان کې د جنسي ځواک درملو انلاین کاروبار ډېر شوی

- Author, ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي - کابل
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د جنسي ځواک یا پاروونې درملو اوس په انلاین بڼه هم تود بازار پیدا کړی دی. د دغو درملو پلورونکي وایي، د کورونا وېروس وبا پر مهال د دغو درملو غوښتنه لا ډېره شوې ده.
د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي چې دا ډول درمل تر ډېره په قاچاقي بڼه را واردېږي او دوی یې د کمیت او کفیت په اړه ډېر مالومات نه لري.
دا وزارت له دغه ازاد بازار سره ـ سره ټینګار کوي چې په انلاین بڼه د جنسي ځواک دوا پلورل اجازه نه لري او دوی له هغه انلاین پلورنځيو سره چې ځایونه یې مالوم دي، قانوني چلند کوي.
روغتیايي چارواکي وايي چې د ډاکتر له سپارښتنې پرته د دا ډول درملو کارول له خپلې روغتیا سره لوبې دي.
ماشومان په عامه ځایونو کې دا ګولۍ خرڅوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل ښار مرکزي برخه د پل خشتي بازار یو له هغو سیمو ده چې ډېره ګڼه ګوڼه لري. دلته د ګولیو، پېچکاري، کریم او سپرې په ګډون نور پاروونکې دارو پیدا کېږي.
د دغو درملو له ډلې ویاګرا چې اصلي نوم یې سلډینافیل دی، ډېر پلورېدونکي او پېژندل شوي درمل حسابېږي.
په دغه سیمه کې د ۴ دانو ویاګرا ګولیو بیه ۱۰۰ افغانۍ ده. ډېری پلورنکی یې هم ماشومان دي.
پلورونکې د دې لپاره چې د دغه ډول درملو د پلور رسمي اجازه نه لري، خبرو ته نه حاضرېږي. دوی وايي چې ډېری اخیستونکي یې له ۳۰ تر ۴۵ کلونو عمرونه لري.
بي بي سي په ډېره سختۍ وتوانېده داسې ځوان پیدا کړي چې د دغو درملو کارول مني او خبرو ته یې غاړه کېښوده.
دغه ۲۵ کلن ځوان وايي چې څو ځله یې د جنسي پیاوړتیا درمل کارولي دي.
هغه د ویاګرا په نوم ګولۍ له یوه سوپرمارکېټه اخیستې، خو وايي چې له کارولو وروسته یې له سختو ذهني ګډوډیو سره مخ شوی.
پر انلاین د دې درملو کاروبار ډېرېدو لاملونه

د عکس سرچینه، Reuters
د دغو درملو پلورونکي وایي، د کورونا وېروس وبا راتلو راهیسې اوس د جنسي پارونې درملو پلور انلان بازار ته لاره پيدا کړې.
په ټولنیزو رسنیو په تېره فېسبوک کې د دا ډول درملو د پلور په لسګونه داسې انلاین پاڼو سترګې لګېږي چې د پلورونکو د ورجلبولو لپاره اعلانونه خپروي او د درملو ستاینه کوي.
د اخیستونکي او خرڅوونکي تر منځ واټن یوازې یوه تیلیفوني اړیکه ده چې په ټینګولو سره یې ان تر کوره ګولۍ ور رسېږي.
د انلاین پلورنځيو پلورونکي هم په اسانۍ خبرو ته نه حاضرېږي.
د یوه انلاین پلورنځي مسؤل چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، د ټولو هغو توکو پرتله چې د پلور لپاره یې په فېسبوک کې خپروي، د جنسي پارونې درمل ډېر اخیستونکي لري.
دغه پلورونکی وايي چې د کورونا وېروس له خپرېدو او بندیزونو سره یې د ورځې تر اتیا زره افغانۍ هم سودا رسېدله.
که څه هم په افغاني ټولنه کې د جنسي محصولاتو او له هغو د ګټې اخیستنې په تړاو غږېدل یو ډول ناسم کار بلل کېږي، خو اخیستونکي په انلاین پلورنځي کې د خپرو شویو توکو د ارزښت، بیې، د توکو کیفیت او د پلورنځي د څانګو په تړاو پوښتنه کوي.
ځینې د همدې پوسټ یا خپراوي لاندې خپل ملګري مېنشن کوي او پام یې وراړوي.
چارواکي په دې اړه څه سپارښتنه لري؟

د عکس سرچینه، MINISTRY OF PUBLIC HEALTH
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د جنسي پاروونې درملو ناقانونه پلور ته اجازه نشته او دغه وزارت یې له خرڅوونکو سره قانوني چلند کوي.
روغتیا پوهان وايي چې د جنسي ځواک درملو اصلي کار د انسان په بدن کې د وینې د جریان زیاتوالی دی او دا چاره په جنسي اړیکو کې رول لري.
خو له دغو درملو تنفسي ستونزې، سرګرځېدنه او ګنګسیت، د لید کمزوري کېدل او د پوزې بهېدنه پیدا کېږي.
د عمومي داخله ناروغیو متخصص ولي خان احمدزی وايي چې د دا ډول درملو کارول ګواښوونکې پایلې لري او د ډاکتر له سپارښتنې پرته یې کارونه له ژوند سره زیاتی دی.
ډاکتر احمدزی ټينګار کوي چې د زړه ناروغان باید د ډاکتر له سپارښتنې پرته د جنسي پیاوړتیا دارو ونه کاروي، ځکه دغه دوا په بدن کې د وینې جریان زیاتوي او ښايي د زړه درېدو او آن د مرګ سبب شي.
دغه دوا د هغو کسانو لپاره چې د لیدو له ستونزو سره مخ وي، هیڅکله نه وړاندیز کېږي.
ډاکتران وايي چې د جنسي پیاوړتیا د درملو په کارولو یې ښايي د لیدو حس له منځه لاړ شي.
د افغانستان د روغتیا وازت وايي چې د جنسي پاروونې د درملو له ډلې یوازې سلډینافل او ټډيلافل ټابلیټ د خرڅولو اجازه لري او همدغه اداره یې څېړي چې باید د ډاکتر له سپارښتنې وروسته وکارول شي.
دغه وزارت د روان کال د چنګاښ یا سرطان په میاشت کې د چاغښت، ډنګروالي، جنسي پیاوړتیا او دې ته ورته نورو درملو د ټولولو کمپاین پیل کړ او د هېواد په کچه یې له بازارونو ډېر دا ډول درمل له منځه یووړل.
خو په فېسبوک کې د دغو درملو له ادرسونو او پلورنځيو سره درملو ته د اخیستونکو لاسرسی لا پراخ شوی دی.


















