طالبانو له القاعدې سره د خپلو اړیکو په تړاو د امریکا د دفاع وزارت رپوټ رد کړ

د عکس سرچینه، Getty Images /
وسلوالو طالبانو د امریکا د دفاع وزارت هغه وروستی رپوټ رد کړی چې ویلي یې وو، دې ډلې د روان ۲۰۲۰ کال له اپرېل تر جون میاشتې په موده کې له القاعدې سره اړیکې درلودې او دواړو په ګډه پر افغان ځواکونو بریدونه کول.
د امریکا د دفاع وزارت دا درې میاشتنی رپوټ، چې کانګرس ته وړاندې شوی، د ملګرو ملتونو او امریکایي چارواکو د څرګندونو پر بنسټ ویلي چې طالبانو د اپرېل میاشتې له پیله د جون میاشتې تر پای موده کې له ترهګرو ډلو سره اړیکې ساتلې دي او خپله هغه ژمنه یې نه ده پر ځای کړې چې د دوحې په تړون کې یې له امریکا سره کړې وه.
خو وسلوالو طالبانو دا رپوټ رد کړی او وایي، دا ډول څرګندونې د "خاصو او شومو اغراضو" لپاره کمپاین دی.
طالبان وایي، دوی په افغان جګړه کې پیاوړي دي او د کومې بهرنۍ ډلې ملاتړ ته اړتیا نه لري.
هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کومېتې هم په خپل یو رپوټ کې پر طالبانو تور لګولی و چې له القاعدې سره اړیکې پالي، خو طالبانو هغه رپوټ هم رد کړی و.
غني ته د طالبانو ځواب: زموږ حاکمیت کې د نشه يي توکو کښت صفر و

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه جلا اعلامیه کې افغان طالبانو د ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې ناسمې بللې دي چې وايي، که حکومت پاتې ۴۰۰ طالب زندانیان هم خوشي کړي نو برتانیا کې به د نشه يي توکو سېلاب راشي.
نوموړي دا څرګندونې د برتانیا له ټایمز ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه اعلامیه کې وايي: "د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت په زمانه کې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت صفر وو. "
د نوموړي په خبره، افغانستان ته د امریکا راتللو سره تېرو ۱۹ کلونو کې افغانستان نړۍ کې د نشه يي توکو د کر له پلوه لومړۍ درجه هېواد شو.
ښاغلي غني ویلي، که په برتانیا او اروپا کې د نشه يي توکو کاروبار او کارول ډېر شي نو مسئول به یې د امریکا او د ناټو هېوادونو مشران وي.
ښاغلي غني په دې مرکه کې ویلي:
"که چېرې اېمفېټامین (شیشه) د امریکا ساحلونو ته رسېږي نو باید ومنو چې دا به د دې زندانیانو د خوشي کولو پایله وي. که چېرې دا کسان بیا کوم جرم ترسره کوي نو ملامتي به یې د ټولې نړیوالې ټولنې پر غاړه وي".
ښاغلي غني ویلي، سوله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمېدو په معنا ده، نه دا چې د تاوتریخوالي یو بل څپرکی پیل شي.
افغان ولسمشر په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د خدمت مننه کړې، خو ویلي یې دي، د هغو بندیانو خوشي کول ورته ګرانه ده چې افغانان او د هغو نړیوال مېلمانه یې وژلي دي.
د سولې د خبرو نامالوم برخلیک:

د عکس سرچینه، Reuters
افغان ولسمشر د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو برخلیک لا هم نه دی معلوم.
د دې خبرو لپاره د افغان حکومت لخوا د ټاکل شوي مرکچي پلاوي غړي وايي ښايي، دغه خبرې له ځنډ سره مخ شي.
دغه مرکچي پلاوی، چې ټاکل شوې وه تېره یکشنبه له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي، لا هم په کابل کې دی.
د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د څلور سوه لانجمنو طالب بندیانو د خلاصون له حکم سره سره لا هم دغه پاتې کسان تر اوسه نه دي خلاص شوي، او نه هم د سولې خبرو لپاره کومه کره نېټه اعلان شوې ده.
بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې له افغان سیاستوالو غوښتي چې له تېرو تېروتنو زده کړه وکړي او یوه سیاسي جوړجاړي ته سره ورسېږي.
"د خبرو پیلولو لپاره باید حکومتي بندیان هم خوشي شي"
په ورته وخت کې افغان حکومت ویلي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره اړینه ده چې دا ډله په خپل بند کې د افغان حکومت پاتې اسیران خوشي کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي دوشنبه کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، افغان حکومت د سولې لپاره څه باندې پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل، خو اوس باید طالبان هم د حکومت پاتې بندیان خوشي کړي.

د عکس سرچینه، NCA
ښاغلي صدیقي که څه هم ونه ویل چې څومره شمېر حکومتي بندیان د طالبانو په بند کې دی، خو ټینګار یې وکړ چې د دې کسانو نه خوشي کول د سولې خبرو پر وړاندې یوازینی خنډ دی.
د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وویل، له افغان حکومت سره د پاتې طالب بندیانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې نړیوال امنیت ته ګواښ دي.
ښاغلي صدیقي ومنله چې فرانسې او یو بل هېواد رسماً د ځینو دې کسانو د خلاصون په اړه اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې موضوع کار کوي او هیله لري چې دا ستونزه حل شي.




















