یوناما ته د طالبانو شکایت: افغان حکومت د بندیانو خوشي کولو کې سستي کوي

فیونا فرېزر او قطر کې طالبان

د عکس سرچینه، @FMFrazer/Getty Images

د عکس تشریح، وړاندې فیونا فریزر په افغانستان کې د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی و چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته جدي پام وکړي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د دغه دفتر ځینو غړو د یوناما د بشري حقونو څانګې له مشرې فیونا فرېزر سره د انلاین غونډې پرمهال افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، د سولې پر وړاندې د خنډونو پیدا کېدو او د پاتې طالب بندیانو په خلاصون کې د افغان حکومت د سستۍ په اړه خبرې کړې دي.

سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې انلاین غونډه کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مؤسسو سره د اړیکو مسئول مولوي محمد نبي عمري او نورو غړو ګډون کړی چې تر ډېره یې افغانستان کې د تازه ولسي مرګ ژوبلې ډېرېدو پړه پر افغان حکومت اچولې ده.

ښاغلي شاهین ادعا کړې ده چې افغان حکومت د پاتې طالب بندیانو خوشي کولو کې له دې امله سستي کوي چې په وینا یې "د سولې خبرې وځنډېږي او پر هغو بندیانو چاپې اچوي او بمبار پرې کوي او کمینونه ورته نیسي چې د هوکړې پر بنسټ خوشي شوي او خپلو کورونو ته تللي دي."

طالبان وايي، راخوشي شویو بندیانو ته یې په کور د پاتې کېدو سپارښتنه شوې او جګړې ته باید ولاړ نه شي.

۵۰ نور طالب بندیان خوشي شول

په ورته وخت کې، د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي "پرون (شنبه) را خلاص شوي بندیان زموږ د لست مطابق وو، البته باید یادونه وکړو چې زموږ نژدې ۸۵۰ بندیان لا پاتې دي، دابه وروسته معلومه شي هغه کوم بندیان چې مقابل جانب نه خوشي کول هغه به پکې وي که نه؟".

خو د افغانستان د ملي دفاع چارسمبالي وزیر اسدالله خالد ادعا کړې وه، چې د طالبانو ځینې خوشي شوي بندیان د جګړې ډګر ته ستانه شوي او ان ځینې یې ان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي هم دي.

څو ورځې وړاندې افغان حکومت یو ځل بیا ټېنګار وکړ چې د طالبانو نږدې شپږ سوه بندیان به خوشي نه کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ارګ دا غبرګون وروسته تر هغه راغلی و چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د جولای پر ۲۳مه وویل، که د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی پاتې بندیان تر لوی اختره خوشي شي، نو دا ډله چمتو ده له اختر وروسته بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.

افغان حکومت وايي، دا ۵۹۲ طالب بندیان جرمي دوسیې لري او د خوشي کولو لپاره به یې د حکومت دریځ بدل نه شي.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې افغان حکومت د دې ډلې پنځه زره بندیان او طالبانو د حکومت زر بندیان خوشي کوي.

د بندیانو خوشي کولو بهیر کې له بیا بیا ځنډ سره سره افغان حکومت څه باندې څلور زره او څلور سوه او طالبان هم نژدې اته سوه بندیان خوشي کړي دي.

د جګړې ګرمېدو ته د زلمي خلیلزاد غبرګون

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد وایي، د هرات برید پلټنه باید وشي.

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان سولې لپاره ددغه وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان، قطر، بلغاریا، ناروې او پاکستان ته په سفر وتلی دی.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي څپو په ډېرېدو، ښاغلي خليلزاد وړاندې ويلي وو، د تصویرونو او د عيني شاهدانو څرګندونې ښيي چې هرات کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ځینې ملکيان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، د هرات له برید وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم ویلي وو، د دې په ځای چې افغانان د سولې لپاره په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې وکړي، افغانستان کې د تاوتریخوالي تازه څپه کې له هر لوري ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.